نړۍ

بغداد: دوو پرلپسي چاودنو سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله واړوله

bomb blast in iraq(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۲۴) بغدا: نن سهار دعراق پلازمیني بغداد ښارصدربازار کی یوپه بل پسي دوو چاودنو درنه مرګ ژوبله رامنځ ته کړه، له سیمی څخه عراقی امنیتی مسؤلینو خبرورکړي دی چی اولي چاودني چی دیوه موټربم په واسطه رامنځ ته شوه د روزمره مزدورانو یوه ډله په نښه کړه چی هره ورځ به دغه ځای دروزګاردموندلو په تمه راټولیدو، دچاودني له امله ۱۰ کسه ځای پرځای وژل شوی اوله څلویښتو څخه زیات ژوبل شوی دي.

دسرچینو په حواله چی دوهمه چاودنه هم ورته سیمه کی هغه وخت رامنځ ته شوه کله چی خلګو دیوپطرول پمپ مخ ته ددوخي لپاره دسون موادو دپرییدولو لپاره راټول شوی وو، عینی شاهدان وایی چی دوهمه چاودني هم لسګونو خلګو ته مرګ ژوبله واړوله، دوهمي چاودني ته څیرمه دریمه موټر بم چاودنه بیا دکوچیانو یوي ښونځي ته څیرمه رامنځ ته شوه امنیتي چارواکو خبرورکړي چی دریمي موټر بم چاودني هم په لسګونوزدکوونکوته چی ډيریی شعیه مذهبه کورنيو پوری تړاو درلود ووژل.

همدارنګه په عین وخت کی یوي بلي چاودني چی موټرنه بلکه بمی چاودنه وه دهوایی ډګرپرسړک باندی شبږو کسانوته مرګ ژوبله واړوله. ویل کیږي په دی اخیرو کی عراق کی چاودنو اوتاو اوتریخوالي زور اخیستي، چی له تیروڅو اونیو راپدی خوا ۱۷۰ کسان چی اکثره شعیه مذهبه وګړي دی وژل شوی اوپه سلګونو نور ژوبل شوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x