افغانستان

ولسي جرګه راتلونکې شنبه نوماند وزیرانو ته رایه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۷مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګه راتلونکې شنبه د کابينې پاتې نوماندو وزيرانو ته رايې ورکوي.

د ګډ حکومت له پيله د اوو مياشتو په تېرېدو د ولسمشر او اجراييه رييس تر منځ د اختلافاتو له امله کابينه نه ده مکمل شوې او يوازې اتو وزيرانو له ولسي جرګې د باور رايې تر لاسه کړي دي.

د دفاع وزارت په ګډون شپاړس نوماند وزيران به راتلونکې شنبه له ولسي جرګې د باور رايې لپاره ورشي، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغو شپاړسو وزيرانو کې به يې څو په دې وتوانيږي، چې له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړي.

تېره ورځ ولسي جرګې د نوماندو وزيرانو په دوه ګوني تابعيت بحثونه وکړل او وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوي وکيلانو ته د نوماندو وزيرانو د دوه ګوني تابعيت د څېړنو په اړه معلومات ورکړل.

د نوماندو وزيرانو د اسنادو د څېړولو کمېسيون وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې يې د امريکا سفارت ته يو ليک لېږلی، چې د ښاغلي جهاني د دوهم تابعيت په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي او د شنبې تر ورځې ولسي جرګې د دوهم تابعيت د پرېښودو تصديق ور وليږي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير جرګې ته وويل، چې دوو وزيرانو د دوهم تابعيت د پرېښودو په اړه خپل اسناد ولسي جرګې ته لېږلي دي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي په خپلو خبرو کې وويل، چې راتلونکې شنبه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني د دوهم تابعيت په اړه بحث وشي او د شپاړسو نوماندو وزيرانو د باور رايې لپاره صندقونه کېښودل شي.

ولسي جرګې غړی عبدالحفيظ منصور وايي، چې د ښاغلي جهاني د دوهم تابعيت د پرېښودو پروسه روانه ده او تر څو چې دغه پروسه نه وي مکمل شوي، ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو قانوني حق نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x