نړۍ

پاکستان د تورخم او چمن سوداګريزې لارې رغوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان سوداګرۍ وزير خرم دستګير وايي، د افغان او پاکستاني سوداګرو د اسانتياو لپاره د تورخم او چمن سوداګريزې لارې او منډۍ رغوي.

خرم دستګير کابل کې د پاکستاني توکو د نندارتون د پرانيستو پر مهال وويل، چې پاکستان د تورخم او چمن د سوداګريزو لارو د بيا رغولو جدي کار پيل کړی، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ چارې نورې هم اسانې شي او د دواړو هېوادونو اقتصاد ښه وده وکړي.

پاکستاني وزير ټينګار وکړ، چې هېواد يې افغانستان سره د سيمې په کچه تر ټولو ښې اړيکې غواړي او هوډ يې څرګند کړ، چې په کلتوري، اقتصادي او دفاعي چارو کې به له افغانستان سره ګډې همکارۍ ته دوام ورکوي.

خرم دستګير وايي، چې د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف د خپل هېواد سوداګر هڅولي، چې افغانستان او نورو ګاونډيو هېوادونو کې پانګونه وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزير وويل، چې افغانستان او پاکستان بايد په ګډه مرکزي اسيا او د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل توليدات ورسوي او دا کار افغانستان له امنيت راتلو پرته ناشونی دی.

پاکستاني وزير افغان سوداګرو ته وړانديز وکړ، چې د پاکستان په لويو ښارونو کې د افغاني توکو نندارتونونه جوړ کړي او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

جوړوي به يې نو، خيل ملک يې ده، یوازې د طورخم د لارې صرف د یوې ورځې ټیکس يې څو سوه لکه کالدارې کیږي!! هغه زمونږ د طورخم څخه تر جلال آباد پورې لار خو يې هماغه شان نیمایي ته هم ونه رسوله او پریښوده ؟؟؟؟؟؟؟ الله عزوجل دې همداسې درسره وکړي لکه څنګه چې تاسو افغان ولس او افغان مجاهدینو (طالبانو ) سره وکړل!!!!! په خپلو کې مو سره په جنګ واچول آخر چې ونشوه نو په لسګونو طالب مجاهدین مو راته په ډیره بې عیزتۍ په کفارو وپلورل؟؟؟؟؟؟؟؟ زمونږ باشهامته او مخلصه علماء کرام او طالبان تصویر ویستل… نور لوستل »

محب الله عمری

رشتیا دی او وایل گرانه سمه خبره دی وکړه خالدصاحب همداسی ده بلکل ده
نن سبا داسی وخت ندی راغلی هر څوک دخپل مطلب پوری یار وی
حقیقت دی همداسی خبری زما هم دی وسلام

محب الله عمری

ستاسو تبصره به د نشر تر مخه د مدیر له خوا وکتل شي. رشتیا دی او وایل گرانه سمه خبره دی وکړه خالدصاحب همداسی ده بلکل ده نن سبا داسی وخت ندی راغلی هر څوک دخپل مطلب پوری یار وی حقیقت دی همداسی خبری زما هم دی الله دی هغه کسان تبا کړی چی خکلی وطن یی زما خاوری خاوری که او نور یی هم ورانه وی او الله دی هغه کسان تبا کړی چی خپل افغانان په خپل مینځ کی جنګ واچول او پاکستان دی الله تبا کړی زمونږ ګل وطن یی خاوری خاوری الله دی دا جنت وطن… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x