نظــر

دفرانسې دفاع وزیر: په پوځ کې دطالبانو ننوتل دهغوی کمزوري ده!

french-soldiers-killed-by-afghan-army-22-1-2012دتېرې جمعې په ورځ په کاپیسا ولایت کې یو مجاهد افغان په هیواد کې دمیشتو فرانسوي نیواکګرو پر ملا پرېکنده ګوزار وکړ! کوم څه چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه را وپارول، په ځانګړي ډول فرانسوي چارواکي  خو یې داسې سر بداله کړل چې دخبرو لر اوبر یې ترې ورک کړ، ولسمشر یې سمدستي خپلو سرتېرو ته دکار دبندولو وویل!  له هغه وروسته یې سمدستي دفاع وزیر ژېرارد لونګه دپېښې ځای ته ځان راورسولو، تر څو له ټپیانو سره چې ځیني یې لا تر اوسه مړژواندي دي له نېژدې وګوري، او دپېښې  په اړه ځان سم پوه کړي، له راتلو وروسته یې وویل چې : طالبان کمزوري شوي ځکه خو یې پوځ  ته ننوتل ډېر کړي!

دا خو دفرانسوي دفاع وزیر خبره ده، او دی ګرم ځکه نه دی چې دا رنګه ګوزار که هر څوک وخوري نو تر یو څو ورځو خو یې ماغزه ځای ته  نه راځي! بیا په تېره هغه څوک چې ټوله بروسه یې  دنړئ پر برسېرن ساټ وباټ وي، ددغه خونړي ګوزار د اغېزې  پیاوړتیا او ژوروالی ددوی دولسمشر له غبرګون نه هم ښه په ډاګه کېدای شي، مګر دا خبره چې داسې ګوزار کول دې دکمزورئ نښه وي فکر کوم منل یې یو څه ستونزمن غوندې برېښي! ځکه  هسې خو هم اوس دمخامخ جګړې کولو او لاس او ګرېوان کېدو وخت نه دی، ټوله نړئ  ګوري چې دنړئ په کچه تر ټولو زورور او ځواکمن ځواکونه له خورا کمزوري او ناتوانه  دښمن سره مخامخ جګړه نه کوي، اوس  وخت چې نړئ په ګڼو ډګرونو کې دپام وړ پرمختګونه کړي خلک په ټولېز ډول له همدغو پرمختګونو او وسیلو نه کار اخلي، او بیا په ځانګړي ډول په  جګړییز  ډګر  کې خو هر څوک هڅه کوي چې خپل غلیم ته داسې ګوزار ورکړي چې  پر دښمن یې اغېزه  زوروره  او خپله ور ته ډېر تاوان  پکې ونه رسېږي، او په ځانګړي ډول دننئ نړئ پوځي ځواکونه تر ډېره هڅې کوي چې دخپلو سرتېرو ژوند په هره توګه چې کېدای شي وژغوري ، که څه هم چې بیه یې ډېره لوړه ورته تمامېږي، کوم څه چې  په ګران هېواد کې دنیوالګرو له  کړو وړو نه  په څرګنده جوتېږي.

 دوی دنړئ په کچه پر مختللې وسلې له ځانه سره راوړي دي، دیو ټيټ پوړي  خړ پړ طالب دنیولو او یا په شهادت رسولو لپاره په لسهاوو ټانکونه، کم تر کمه لس جازونه، دپنځوسو نه نیولې تر سلو پورې سرتېري او هغه هم په پر مختللو  وسیلو سمبال له ځانه سره اخلي، تر څو یو طالب ونیسي او یا یې شهېد کړي! څه فکر کېږي چې  نیواکګر به دغه رنګه کار ته څه وايي؟ بې غیرتي، ډار او کمزوري به ورته وايي؟ او که به یې دځان ساتنې  او دطالب دټکولو لپاره اړین ګامونه بولي؟ دا به دوی دپیاوړتیا او که بې وسئ او ناتوانئ نښه بولي؟  که خبره دغښتلتیا او ناتوانئ شي نو اې لونګه! په خبره ځان پوه کړه چې همدا تاسو او درسره  ځناور مو کمزوري او بې همته یاست! ډارن یاست!  خپلو موخو ته درسېدو په لاره کې له مرګ نه بېرېږئ ! یو کس مو چې مردار  شي بغارې مو ټوله نړئ په سر واخلي!  او که افغان غیرتي ولس او طالبانو ته وګورئ نو خپله تر ټولو ښه پوهېږئ چې هغوی دخپلو موخو دتر لاسه کولو لپاره   – چې په دنیا کې اسلامي واکمني او په آخرت کې دخپل لوی الله جل جلاله خوښي  ده –  وژل کېدل خپل لوی آرمان بولي، اوله الله جل جلاله نه یې  په سوال او زاریو غواړي.

لونګه! که ستا په ګومان دا کمزوري وي چې  ستا دښمن کولای شي ستا د سنګر په منځ کې ستا په  پیسو ستا په لاس روزل شوی ځوان ستا دوهلو او ټکولو لپاره وهڅوي او تا پرې ټوکر ټوکر کړي! نو بیا که دې دښمن پیاوړی شي چې څه به درباندې کوي! او که ته وایې چې: طالبان ځکه اوس کمزوري شوي چې  ګوزارونه یې غښتلي شوي! او مخکې ځکه پیاوړي وو چې تا ته یې په خوله دا رنګه ګوزار نه و درکړی؟

او که دې موخه داوي چې طالبان ځکه کمزوري شوي چې له تا سره ټټر په ټټر نه جنګېږي نو بیا راځه داسې وکوه چې ته دې خپل ګېدړان را ډګر ته کړه او طالبان به هم خپل زمري  در مخې ته کړي چې سمه  سپینه شي، پیاوړی او کمزوری وپېژندل شي!

لونګه! ته ګرم نه یې! یوې مشورې ته غوږ شه! هغه دا چې لومړی خو تر  یوې اونئ پورې په کوم روغتون  یو څه آرام وکوه! او له هغه وروسته تر ټولو ښه  دارو هغه دي کوم چې  مخکې ستا ولسمشر  دخپل ځان او ټول ولس لپاره خوښ کړي وو، او ته هم همغه خبره ټینګه کړه، هغه دا چې نور  له طالبانو سره ډغرې وهل  درته مرګ دی!  ځکه دهغوی  لاس اوس ستاسو تر مریو  پورې رسېدلی دی، هسې مو څړي مړي در ټولوئ او دسر خیر مو غواړئ.

اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x