نړۍ

پاکستان: د اعدام په اړه د پوځي محکمو پرېکړې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان سترې محکمې د اعدام په اړه د پوځي محکمو پرېکړې وځنډولې.

د پاکستان قاضي القضات ناصرالملک په خپله نننۍ پرېکړه کې لوی څارنوال ته امر کړی، چې د پوځي محکمو پرېکړې دې وځنډول شي.

د پوځي محکمو د پرېکړو پر ضد عريضه کوونکې وکيلې عاصمه جهانګير د اساسي قانوني د ۲۱ تعديل او پوځي محکمو ارزښت د قانون له مخې چيلينج کړی او له سترې محکمې يې غوښتنه کړې، چې د پوځي محکمو د قانوني ارزښت ترټاکل کېدو دې د پوځي محکمو پرېکړې وځنډول شي.

عاصمه جهانګير دا هم وويل، چې د يو بندي کورنۍ د رسنيو له لوري د خپل سړي د اعدام خبر وکوت ا وکورنۍ يې له هغې وړاندې د بندي له محکمې او اعدامه ناخبره وه.

د پاکستان وتلې قانون پوه او د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګير وايي، چې دوی د ادارو تر منځ ټکر نه غواړی، مګر د پوځي محکمو په پرېکړو کې د بنديانو بنسټيز حقونه تر پښو لاندې کيږي او دوی د بنديانو د بشري حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

لوی څارنوال وايي، چې پوځي محکمو کې د بنديانو دوسيې په څرګنده روانې دي او د د هر بندي کورنۍ د هغه له دوسيې او د محکمې له پروسې خبره ده.

قاضي القضات ناصرالملک هم په خپلو خبرو کې وويل، چې د پوځي محکمو پرېکړې د پردې تر شا کېږي او د بندي په ګډون هېڅوک د پوځي محکمو له پرېکړو نه خبريږي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د يو قاضي پر ښځه د زړه دورې د راتلو له امله د پوځي محکمو په اړه د سترې محکمې پرېکړه د روانې مياشتې تر ۲۲مې نېټې وځنډول شوه.

د يادونې وړ ده، چې ۲۰۰۸ز کال کې پاکستان د نړيوالو بشري ټولنو په فشار دغه هېواد کې د اعدام پرېکړې ځنډولې وې، مګر د تېر کال په پای کې، چې پېښور کې د پاکستاني طالبانو له لوري پېښور کې پر پوځي ښوونځي خونړی بريد وشو، د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف يو ځل بيا اعلان وکړ، چې د پاکستاني نظام وسله وال مخالفين به د پوځي محکمو د پرېکړو له مخې اعداموي او له هغې وروسته دا لړۍ روانه ده او تر اوسه يې د پاکستاني طالبانو په ګډون لسګونو نور تورن د پوځي محکمې د پرېکړې له مخې اعدام کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x