نړۍ

د سوریې په جګړه کې د مړو شمېر تر ۲۲۰ زره واوښت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د المرصد السوري بشري ټولني په وینا په سوریه کې د جګړې له پيل څخه تر اوسه تر ۲۲۰ زره زیات سوریایان وژل شوي دي، چې اکثریت یې ملکي وګړي دي.

دغه احصائیه چې نن د المرصد له لوري نشر شوې، په کښي ویل شوي چې ۲۲۰ زره او ۲۷۱ کسان د کال ۲۰۱۱ څخه  دکال ۲۰۱۵ د مارچ میاشتي تر ۱۵ پوري وژل شوي دي.

په دې جګړه کې تر اوسه ۱۱۰۲۱ ماشومان، ۷۰۴۹ میرمني وژل شوي دي.

د المرصد السوري په نامه حقوقي ټولني وړاندي ویلي چې په تیرو اونیو کې د بشار الاسد واکمن نظام د هلیکوبترو او جنګې الوتکو په واسطه پر ملکي وګړو او کلیو باندي بریدونه زیات کړې چې له کبله یې د ملکي وګړو په منځ کې مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده.

باید وویل شي چې د سوریې د جګړې پيل په سوله ایزو مظاهرو شوی وو، چې وروسته د بشار الاسد د پوځ له خوا پر سوله ایزه لاریون کونکو ډزې وشوې، او سوله ایزه مظاهرې په وسلوالو نښتو بدلې شوې، او تر ننه لا دوام لرې چې له کبله د یادي مرګ ژوبلي تر څنګ په سلګونو زره نور هجرت ته اړ شوي دي.

د سوریې د جګړې لومړی مړی د درعا په ولایت کې په کال ۲۰۱۱ د مارچ په میاشت وشو.

د یادوني وړ ده چې د بشار الاسد رژیم چې د ایران او روسیې په ښکاره ملاتړ او د امریکا په شمول غربي او عربي نړۍ په پټ ملاتړ په خپل مسلمان ولس کیماوي وسلې کاروي، او زیات شمېر ماشومانو، میرمنو او ولسي وګړو د وژني سبب ګرځېدلی خو لا یې په نړیواله سطحه په ضد یوه رایه نه موندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x