طالبانو د ۱۲ استرالوي فوځیانو د وژونکي عسکر ویډیويي مرکه خپره کړه

alemrara studio new releaseد طالبانو ویب پاڼي  په روزګان کي ددولسو استرالوي فوځیانو د وژونکي عسکر محمد روزي مرکه  خپره کړي ده. د یادولو وړ ده چي تیر کال د نومبر په نهمه نیټه د ملي اردو د یوه تن عسکر له لوري په روزګان ولایت کي ۱۲ استرالوي فوځیان ووژل شول . د استرالیا فوځي چارواکو یواځي د ۳ تنه وژل او څو تنو ټپي کیدل ومنل . لاندي نن ټکی اسیا ته  د طالبانو له لوري را لیږلي شوی ایمل دی مونږ يي تاسو ته کټ مټ خپروو:

 

 

د الاماره سټوډیو نوی فلم: په اروزګان کې د دوولسو استرالیايي فوځیانو له وژونکي عسکر سره تفصیلي مرکه
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمیسیون د سمعي او بصري څانګي د الاماره جهادي سټوډیو له لوري په اروزګان کې  د دوولسو استرالیايي  فوځیانو له وژونکي با احساسه عسکر محمد روزي سره تفصیلي ویډیويي  مرکه د (درک حقایق ) تر نوم لاندي ترتیب او نشر شوه .
قهرمان عسکر محمد روزي چې د تخار ولایت اوسېدونکی وو د ۲۰۱۱ کال د نومبر په نهمه نېټه يې د اروزګان ولایت په چرمستان سیمه کې د خارجي یرغلګرو په بېس کې  ۱۲ استراليايي عسکر ووژل، پخپله له سیمه په وتلو بریالی او له مجاهدینو سره یو ځای شو. اوس د اسلامي امارت په صفونو کي له خارجي یرغلګرو سره په وسله وال جهاد بوخت دی.
د الاماره جهادي سټوډیو تل هڅه کوي چې حقایق تر هیوادوالو او نړۍ والو پوري ورسوي . دا ځل  يې  د مرکو او راپورونو په سلسله کي  له نوموړي قهرمان عسکر سره مرکه کړې. د مرکې په ترڅ کي يې له محمد روزي څخه بېلا بېلي پوښتنې کړې، چې نوموړی  ولي برید ته چمتو شوی ؟  علت یې څه وو ؟ همدا رنګه نوموړي عسکر د خارجي فوځیانو او اجیري اردو په اړه په زړه پوري حقایق بیان کړي دي .
دا ویډیويي مرکه چي ټول ټال ۴۸ دقیقې ده،  د الاماره جهادي سټوډیو د مستندو فلمونو د لړۍ ۲۳ نمبر دی، په مختلفو کوالټیو کي لکه ( 3gp,mp4,flv,mpg) کي اپلوډ شوې ده.
د کتلو لپاره :
http://www.archive.org/details/vcd-askar
http://www.archive.org/details/dark-haqaiq
Download   ډاونلوډ
وي سي ډي VCD
479 MB
http://www.archive.org/download/vcd-askar/vcd-askar-alemara23.mpg
د ضعیف انټرنیټ لپاره وي سي ډي په دري برخو تقسیم شوې
اوله برخه :
http://www.uploadmirrors.org/download/JAV2AEUO/
دوهمه برخه:
http://uploadmirrors.org/download/0UGBDCSK/vcd-askar-alemara23.part2.rar
دریمه برخه:
http://uploadmirrors.org/download/1FAQP2X4/vcd-askar-alemara23.part3.rar
عادي کوالټي ایم پي فور     (mp4(normal quality
http://www.archive.org/download/dark-haqaiq/askar-alemara23.mp4
فلش ویډیو Flv
http://www.archive.org/download/dark-haqaiq/vcdaskaralemara23.flv
د موبایل لپاره 3Gp
http://www.archive.org/download/dark-haqaiq/askar-alemara23.3gp
خپل مجاهدین وروڼه له نېکو دعاوو څخه مه هېروئ.
————
www.alemara1.com
————————————
ستاسو د نیوکو او وړاندیزونو لپاره :
[email protected]“>[email protected]


 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د