د اسیا جام راتلونکي سیالۍ به شل اوریزې وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د کرکټ کونسل مشر اعلان وکړ چې دا ځل به د اسیا جام سیالۍ شل اوریزي وي، او د افغانستان په ګډون به نورې ډلې هم په کې د لوبېدو چانس ولري.

تر دې وړاندې دغه سیالیو کې پنځوس اورونه لوبول کېدل.

د اسیا کرکټ کونسل مشر اشرف الحق ویلي چې دغه سیالۍ به په دوه کلونو کې یو ځل ترسره شي او دوی غواړي چې دغو سیالیو کې د اسیا دوهمه درجه لوبډلو ته هم د لوبې چانس ورکړي.

اشرف الحق زیاته کړې چې دغه سیالۍ به راتلونکی کال د شل اوریزو لوبو له نړیوال جام څخه وړاندې د مارچ له ۱۱مې څخه د اپریل تر ۱۳ پورې به هندوستان کې ترسره شی.

دغه سیالۍ به بیرته په ۲۰۱۸ز کال کې پنځوس اوریز شي کوم چې به د ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام څخه وړاندې ترسره شي او ۲۰۲۰ز کال که به دغه سیالۍ د شل اوریزو لوبو په بڼه ترسره شي.

اشرف الحق رسنیو ته وویل:« څنګه چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام په ۲۰۱۶ کې ترسره کیږي نو د همدې لپاره اسیا جام لوبې به هم د شل اوریزو لوبو په بڼه ترسره شی. تر دې مهاله وروستۍ پریکړه نه ده شوې چې دغو سیالیو کوربه به کوم هیواد وي. د ۲۰۲۰ اسیا جام سیالۍ به هم شل اوریز وي او له هغې وروسته د ۲۰۲۲ اسیا جام لوبې به پنځوس اوریز شي.»

د اسیا کرکټ کونسل مشر وویل چې یو له بدلونونو څخه دا هم دی چې دوي غواړي راتلونکي اسیا جام سیالیو کې دوه دوهمه درجه لوبډلو ته هم د لوبې چانس ورکړي.

له دې وړاندې اسیا جام سیالیو کې پنځه لوبډلې هندوستان، سریلانکا، بنګله دیش، افغانستان او پاکستان لوبې کولې. دا ځل نیپال، هانګ کانګ او متحده عربي امارات هم دغو سیالیو کې د لوبیدو چانس لري.

اشرف الحق وویل:« دا ځل اسیا جام سیالیو کې به دوه دوهمه درجه لوبډلې هم لوبیږي. دوهمه درجه لوبډلې کولای شي کوالیفای سیالیو کې له ګډون وروسته دغو سیالیو کې د هندوستان، سریلانکا، بنګله دیش او پاکستان سره لوبې وکړي.»

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ز کلونو اسیا جام سیالۍ په بنګله دیش کې ترسره شوې. سریلانکا د وروستۍ اسیا جام سیالیو اتل دی او له ۱۹۸۴ څخه تر دې مهاله يي پنځه ځلي د اسیا جام خپل کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د