د خپلو حقوقو په خاطر، د بندیانو وروسته دولتي مامورینو هم خولې ګنډلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): له دې تر مخه به بندیانو خپلي خولې ګنډلې، تر څو د دولت او زندان د چارواکو څخه خپل قانوني حق تر لاسه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې دولتي مامورین په دغه سي یو اعتراض لاس پوري کوي، او خپل د قانوني حقوقو په خاطر خپلې خولې کنډي.

د هلمند ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د اوبو د تنظیم ریاست مامورینو د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د اعتراض په توګه خپلې خولې ګنډلي دي.

ددغه ریاست یو شمېر مامورینو د یوه لاریون په ترڅ کې په ولایتي چارواکو او د ولسي جرګې وکیلانو تور پورې کولو چې د دوی نومرې يې خپلو کې سره ویشلي او پلورلي دي.

هغوی وايي چې د دې ریاست مامورینو ته د حکومت لخوا د ځمکو نومرې اعلان شوي دي خو دغه نومرې د ولایت چارواکو په خپلو منځنو کې سره ویشلي او پلورلي دي.

د عبدالباري په نوم یو لاریون کوونکي چې خوله يې ګنډلې وه خبریالانو ته ویلي چې د دوی ځېنو همکارانو چې ولایتي چارواکو سره خپلوي یا انډیوالي لري نیمه نیمه نومره ځمکه ترلاسه کړې ده.

هغه ګواښ وکړ چې تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې تر څو یې غږ د ګډ حکومت د ولسمشر لخوا اوریدل شوی نه وي.

عبدالباري د هلمند والي او د ښاروالۍ رییس په دې تورن کړل چې د دوی نومرې یې غصب کړي دي.

د فدا محمد په نوم ددې رياست يوه بل کارکوونکي وويل، شپېتو هغو پخوانيو مامورينو ته چې هر يوه يې تر ٣٠ کلونو ډېر خدمت کړى، نومرې نه دي ورکړل شوي.

د هلمند ولایتي شورا رییس حاجي کریم اتل د لاریون کوونکو ادعاوې تایید کړي دي.

هغه ویلي چې ولایتي چارواکو د اوبو د تنظیم ریاست د مامورینو نومرې په خپلو کې سره ویشلي دی.

پژواک خبري اژانس وايي چې دوی د ښاروالۍ څخه هغه لست ترلاسه کړی دی چې په کې نوموړې د ملي شورا غړو د هغوی زامنو، خپلوانو، د محکمې رييس او اولادونو او ځينو نورو مامورينو ته وېشل شوې دي چې په قانوني ډول په دې نومرو کې حق نه لري، خو د ښاروالۍ له خوا ورکړل شوې دي.

د بندیانو لخوا د خپلو حقونو غوښتلو لپاره د خولې ګنډلو ډير راپورونه ورکول کیږي خو د دولتي مامورینو لخوا د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره خولې ګنډل یو نوی اعتراض بلل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د