
ګیلیکسي اې ۸ (Galaxy A8)؛ د سامسنګ تر ټولو نرۍ سمارټ فون
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د سامسنګ کمپنۍ نوی سمارټ فون په اړه چې ګیلیکسی اې ۸ (Galaxy A8) نومول شوی د سام موبایل (SamMobile) ویب پاڼه کې معلومات وړاندې شوی کوم چې به ډیر ژر کاروونکو ته وړاندې شي.
تر دې مهاله د دې سمارټ فون تصویر رسنیو ته ندی وړاندې شوی او د اې (A) لړۍ نورو سمارټ فونونو په څیر به دغه سمارټ فون هم له فلزي باډۍ سره کاروونکو ته وړاندې شي.
د سام موبایل (SamMobile) په وینا د سامسنګ دغه سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۶۱۵ (Snapdragon 615) چېپ چې څلور هستې لري (ARM Cortex-A53) ۱۰۷ ګیګاهرتز وړتیا لرونکی پروسېسر ځای پر ځای شوی.
ګیلیکسي اې ۸ (Galaxy A8) کې انډرینو ۴۰۵ (Andreno 405) ګرافیک ځای پر ځای شوی او ۵.۷ انچه ډسپلې h, ۱۹۲۰*۱۰۹۰ ریزولوشن لري کوم چې کولی شي غوره وړتیا لرونکی ویډیو ریکاډ یا وچلوي.
دغه سمارټ فون به له ۲ ګیګابایټ رېم او ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا سره وړاندې کیږي کوم چې له دې سربیره اضافي میموري کارډ هم قبلوي.
د دې سمارټ فون اصلي کامره ۱۶ میګاپکسله او مخکینۍ کامره يي ۵ میګاپکسله ده. دغه سمارټ فون کې (3050 mAh) وړتیا لرونکی بیټرۍ کارول شوی او د انډرایډ ۵.۰.۱ اپریټنګ سیسټم سره به کاروونکو ته وړاندې شي.