سیند په کوزه کې (څلرمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

د ټولني نېکمرغي

کوښښ یې کاوه د غوره محصولاتو په اخیستلو سره د سیمي د تکړه بزګر جایزه ترلاسه کړي، د کر له پاره به یې ګاونډیانو ته هم ښه تخم ورکاوه، یوه خواخوږي یې ورته وویل: ته چې ګاونډیانو ته ښه تخم ورکوې څنګه به جایزه ترلاسه کړې؟! ده ورته وویل: د دانې نیولو په مهال باد له یوه پټي نه نورو ته د القاح کار کوي، که زما ګاونډیانو بیکاره تخم کرلی وي حتما زما په کرونده بد اغییز کوي او زه چې دوی ته ښه تخم ورکړم نو هغه زما په کرونده ښه اغیز کوي.

دې هوښیار بزګر پتېیلې وه چې له ګاونډیانو سره د مرستي په صورت کې به دی ګټه ترلاسه کوي. او د ټولني په نېکمرغي سره وګړي نېکمرغي ترلاسه کولی شي.

د خور مینه

کوچنۍ خور یې له وروره پوښتنه وکړه: لالا جانه مینه څه شی وي؟ هغه ورته وویل: مینه دا ده چې ته هره ورځ زما ځانګړی چاکلیټ له یوه ځایه غلا کوې او زه یې هره ورځ په هغه ځای کې درته ږدم! .

سړیتوب!

په شربتو کې بوره کمه ده لیږ بوره راواخله، هغه ورته موسکۍ شوه، په ګیلاس کې یې ګوته د ننه کړه او د ده په خوله کې یې ورکړه او په جوشنده مینه یې ورته وویل: اوس خواږه شول؟ .. د ده تروشه ټنډه نوره هم ګونځي شوه، د هغې په څیره کې یې سترګي وټومبلې او له یوې بې رحمه څپیړي ورکولو وروسته یې ورته وویل: زه درته وایم بوره راوړه ته ملنډي راباندي وهې.

حوصله (د نشرونکي انتخاب)

ګڼ شمیر چینډخي په لاره په کورړا او په ټوپو وې، د روزي په لټون پسي رواني وې دوه یې ژور کوهي ته ولوېدلې، نوري ټولې له کوهي راتاو شوې، لوېدلو دواړو هڅه کوله له کوهي راووځي خو دا نورو چې د کوهي ژورتیا ښه لیدله ورته ویې ویل: تاسو دواړه د مرګ په انتظار پریوځئ ځکه له کوهي د راختلو امکان نشته او نه موږ مرسته کولی شو، په هغو دواړو کې یوې پښې وغځولې او بلي د ختلو هلي ځلي کولې، دا نورو هغې ته ډېر شور او نارې وکړې چې بیځایه خواري مه کوه خو هغې نه منله، هغه پرته چینډخه څه وخت وروسته مړه شوه او دا بله له سختي خواري وروسته راوختله، کله چې له نورو سره یوځای شوه معلومه شوه چې دا کڼه وه او د دوی له اشارو یې دا پتېیله چې ورته وایي: هله کوښښ وکړه راختلی شې! .

د یو چا په هر څومره سختو او ستونزمنو حالاتو کې هغوی ته “حوصله” ورکول هغوی ته انرژي او ژوند ورکول دي، او یو څوک نا امیده کول د ناکامي په مرګ وژل دي.

اف

که څه هم ډېر ناروغه و خو نوې جامې یې واغوستلې ځان یې برابر کړ او داسې یې ځان ښوده لکه بیخي ناروغ نه وي، ځکه کوروالو یې ورته وویل چې مور دي پوښتني ته راروانه ده، کله یې چې مور بیرته له خوني ووتله دی بېهوښه ولویدی، وروسته چا ورته وویل: ولې مو ځان دومره تکلیف کړ؟ ده ورته وویل: ځکه د اولاد تکلیف او زګیروی مندي زوروي! .

د باد قافله

هغه ځان ته ډېر خانتما و، ګڼ شمیر خلک او لویه قافله یې ترشا روانه وه، قاصد د پاچا لیک ورته وسپاره، د لیک په مطلب ورسره خلک هم خبر شول، خلک یو یو ورنه بېلیدل ايکي یو غلام یې ورپاته شو، غلام ته یې کړه: دا خلک ولې ټول ورک شول؟! هغه ورته وویل: خبر شول چې پاچا له واکه ګوښه کړی یې، ده وویل: ښه! دا نو ګواکي ” د باد قافله ” وه! .

ربه پرده!

څنګل په ځنګانه او مخ یې په لاس ایښی و، په مخامخ نیمه پټي ځواني ښځي کې یې دواړه سترګي ټومبلې وې، لیږ وروسته یې څحنګ ته ناست میړه ورته وویل: سړیه لیږ شرم او حیا ښه وي، ته هیڅ شرم نه لرې .. شاوخوا شپیته کلن ساده کلیوال سړی لنډ ورته وویل: وبښه! ستا د ميرمني د بدن پټه برخه ستا حق ده او پاته لوڅه برخه یې زما حق ده او که زما حق یې نه بولې بیا یې نیم بدن ولې لوڅ کړی دی؟!، ښځه او میړه چوپي خولې سپک ولاړ او روان شول.

ملګرتیا

د عباسي خلفاو مشهور قاضي القضاة ابن ابي داود ( 160هـ = 776 م 240هـ = 854م) ته د لیدلو له پاره یو سړی ورغی هغه یې په ډېر درنښت هرکلی وکړ له ډېرو ډالیو سره یې پنځه زره درهم هم ورکړل او رخصت یې کړ، چا ورته وویل: څنګه مو دا عادي سړی دومره ونازوه؟ هغه ورته وویل: دا زما پخوانی ملګری دی یو وخت زه سخت وږی وم د ده کره ورغلم، ده څه ځنډ وروسته زما مخته ګڼ شمیر خوراکونه کیښودل، او دی راته کښېناست،زما له ډېر ټینګار وروسته یې دوه ګولې ډوډۍ ورواخیستله خو په خوله کې یې ویني وې نو ودریدی، ما ورته وویل: دا څه چل دی؟ ده راته وویل: خوله کې مې ناروغي ده، ما ول څه ناروغي ده؟ ده سم حال نه راته ویلې، زما له ټینګار وروسته یې راته وویل: کله چې ته زما کره راغلې زما کور کې هیڅ شی هم نه و بازار ته ولاړم یو غاښ مې په سرو زرو پوښلی و هغه زر مې رالیري کړل او په هغه مې ستا میلمستیا وکړه! . صید الخاطر مخ724.

واده

اسحاق بن راهويه التميمي (161 هـ- 238 هـ / 778 م- 853 م)، رحمه الله د ختیځ او لویدیځ او په ځانګړې توګه د خراسان ستر امام بلل کیږي، ذهبي لیکي: ده له یوې ښځي سره واده وکړ، له نورو شرعي اسبابو سره یوه مهمه وجه یې دا وه چې هغې ته له خپل میړه نه زښت زیات کتابونه پاته شوي وو! .”السير للذهبي”.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د