په کابل کې د ګډ حکومت پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): په کابل کې د حزب همبستګي په نامه د یوې ډلګۍ یو شمېر ښځو د ګډ حکومت دواړو مشرانو پر ضد لاریون وکړ.

دغه ښځینه لاریون چې د ګډ حکومت مشران یې په ع او غ یادول، د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د ۳۱ ترې تم شویو هزاره ګانو د چټک را خلاصولو غوښتنه یې کوله او د حکومت تر څنګ یې طالبان هم د ولسي وګړو په وژنه تورنول.

د لاریون کوونکو لخوا نیول شویو شعارونو لیکل شوي وو چې « ای خلکو، پرې نږدې چې نور هم د ع او غ حکومت ستاسو په برخلیک لوبې وکړي».

همدا راز دغو ښځو چې مخونه یې په دسملونو او چادریو پټ کړې وه، په خپلو شعارونو کې لیکلي وو چې «د افغانستان مېندې د خپلو ۳۱ بچیانو د خلاصون غوښتونکي دي».

د حزب همبسګي افغانستان دغه ډلګۍ په خپل لاریون کې په دې ټينګار کاوه چې د «روانو ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د ع او غ د حکومت په خلاف مبارزه ده».

دوی د ګډ حکومت د مشرانو څخه غوښتنه کوله چې ارګ ژر تر ژره خالي کړي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو د رهبري کولو صلاحیت نه لري.

لاریون کوونکو د ګلخانۍ او سپېدار ماڼیو مشران جنایت کاران بلل او د دوی محاکمه يې غوښتله.

هغوی ګواښ وکړ چې که غوښتنو ته یې پاملرنه ونشي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
habib amin
میلمه
habib amin

نو که حقیقت ووایو اصل گرم به چیری اوسی یا به ای اس ای اویا د ایرانی فاشیست او مشرکو اخندیانو د دوزخی جهنمی سپاه پاسدارانو په غیز کی روزل شوی اوبیا در بد بخت ملت باندی تپل شوی به وی ایا ولیدرواغ وایو ولی له حقیقته سترگی پته وه ایا دا دیرش کاله نه کیژی چه یو تعداد اوباشو شرارت پیشه گانو او غلو او اداله مار پنجشیریانو او دشمال فاسد تلوالی تول افغنستان ملت یی گروگان او غنیمت نیولی ده راشی وگورو چه غنی بابا کومه ملامتیا لری ایا دده قانونی کامیابی او انتخابات یی حومره بدنام کرل… نور لوستل »