دښاغلي موحد ‏(حکمتیار)‏ صیب لویې او بې ځایه تېروتنې ‏(۲)‏

gulbadeen hikmatyarڅلورم: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له نورو خلکو سره په توان او طاقت کې توپیر درلود او که ددوی په څېر و؟ په دې هکله امام بخاري یو حدیث راوړی : ( عَنْ عَائِشَةَ – رضى الله عنها – قَالَتْ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – عَنِ الْوِصَالِ ، رَحْمَةً لَهُمْ فَقَالُوا إِنَّكَ تُوَاصِلُ ، قَالَ: إِنِّى لَسْتُ كَهَيْئَتِكُمْ ، إِنِّى يُطْعِمُنِى رَبِّى وَيَسْقِينِ ) له بي بي عایشي رضی الله عنها روایت دی، دې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک دوصال له روژې نه پر دوی باندې دزړه سوي له امله ایسار کړل، دوی ورته وویل چې ته خو دوصال روژه نیسې؟

ده وویل: زه ستاسو په څېر نه یم، بېشکه ما ته مې خپل پالونکی ډوډی راکوي او اوبه راکوي، دهمدغه حدیث پر بنسټ علمای کرام وايي چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسې ځانګړی توان او ځواک ورکولو چې په لوږه او تنده به نه پوهېدو، نو له همدې نه جوتېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله ځانګړی توان او ځواک ورکړی و، دوصال روژه دېته ویل کېږي چې دوه ورځې پرله پسې روژه ونیول شي، یعني په منځ کې يې څه خوراک او څښاک ونه شي، دا حدیث امام مسلم، امام ابو داود، امام مالک او امام احمد هم راوړی دی

پنځم: کوم حدیث چې د موحد صیب عقل يې نه مني دوو وتليو او نومیاليو صحابوو حضرت ابورافع رضی الله عنه چې دمصر له قبطیانو نه و، او دحضرت عباس رضی الله عنه مریی و بیا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډالی کړ، کله چې حضرت عباس اسلام راوړ ابو رافع پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې دعباس داسلام راوړلو زیری وکړ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دزیري په بدل کې آزاد کړ، او بیا یې خپله وینځه سلمی چې دده صلی الله علیه وسلم دزوی حضرت ابراهیم علیه السلام قابله وه ابو رافع ته په نکاح کړه هغه هم قبطۍ وه، لنډه دا چې حضرت ابو رافع درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم اوغلام و.

 اوبل حضرت انس بن مالک رضی الله عنه، هغه لس کلن و چې مور يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروستلو تر څو دده خدمت وکوي، نوموړی مبارک صحابي لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په چوپړ کې پاتې شوی، لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې پاتې شوی، دی وايي چې ما لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې تېر کړل، یوه ورځ یې هم نه وهلی یم، او نه یې راته ویلي چې دغه کار دې ولې وکړ؟ او دغه دې ولې ونه کړ! نو دا څه لرې خبره نه ده چې انس رضی الله عنه یې کوي، ځکه لس کاله چې څوک دیو چا په کور کې پاتې شي، په ډېرو څېزونو خبرېږي.

 او د انس رضی الله عنه یوه ځانګړنه دا ده چې دی درسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې ماشوم را لوی شوی دی، او له ماشوم نه خو په شریعت کې ښځینه وو ته د پردې کولو حکم هم نشته، دا سمه ده چې په ځانګړو حالاتو کې آن چې خپل ماشومان هم د مور او پلار دخوب خونې ته پرته له اجازي باید دننه نه شي، مګر هوښيار ماشومان او بیا په تېره چې دنهو، لسو کلونو وي کله کله دکور په ډېرو پېښو که څه هم چې پټې وي له نښو نښانو نه پوهېږي، او کېدای شي په دې خبره هر څوک دخپل ماشومتوب په را یادولو سره ښه پوه شي، کله کله داسې پېښېږي چې ماشوم دیوې پېښې په لیدو دهغې په مطلب ونه رسېږي، مګر چې کله لوی شي بیا پرې پوه شي، درسول الله صلی الله علیه وسلم دهرې بي بي ځانله ځانله خونه وه، نو درسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې خونې نه وتل او بلې ته تلل هرو مرو انس رضی الله عنه لیدل، ځکه خادم یې و په کور ورسره و، نو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوبت سره له یوې خونې وتلې او بلې ته تلی او په پای کې یې غسل کړی وي نو خبره خو ښکاره ده، او دا هم لرې نه ده چې انس رضی الله عنه بیبیانې هم لیدلې وي چې غسل یې کړی وي، نو ځکه یې خبره بالکل پر ځای او سمه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ټولو بیبیانو سره له کورواله کولو نه وروسته یو ځل غسل کړی دی.

 او ابورافع رضی الله عنه خو ښکاره وايي لکه پاس چې تېر شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ پر خپلو ټولو بیبیانو باندې را وګرځېد، او له هر ځل کور واله نه وروسته یې غسل وکړ، ما ورته وویل چې که په پای کې دې یو ځل غسل کړی وای، ده وویل چې په دې (هر ځل غسل کولو ) سره ډېر ښه پاکوالی او ستره والی راځي.

او ددغه دواړو روایتونو تر منځ توفیق داسې کېږي چې کله به یې په پای کې یو ځل غسل کولو، او کله به یې له هر ځل نه وروسته غسل کولو، په دې معنی چې دواړه روا دي، خو غوره دا ده چې له هر ځل نه وروسته غسل وشي.

موحد صیب دپورتنۍ خبرې کولو ته ځکه اړ شوی چې نه دآیت په مفهوم سم پوه شوی اونه هم دحدیث په معنی پوره رسېدلی ، نو یې په خپل ګومان له قرآن کریم سره په ټکر کې بللی، اوحال دا چې دغه مبارک حدیث له قرآن کریم سره کله هم په ټکر کې نه دی، ځکه په آيت شریف کې داسې کوم څه نشته چې وښيي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دشپې کورواله نه کول او یوازې مونځ به يې کولو، بلکې له *آیت نه په رسا توګه را څرګندېږي چې کله کله به یې دشپې له دریمې برخې نه هم کم وخت په لمانځه تېرولو، او دا دهغه قراءت پر بنسټ چې ( نصفه وثلثه ) مجرور لولي، یعنې په ( ثلثی اللیل ) باندې یې ور عطف بولي، که دا هم نه وي او همدا د نصب قراءت ته وکتل شي نو بیا هم کله کله به یې دشپې دریمه برخه په لمانځه تېروله، او دشپې دریمه برخه په ژمي کې څلور او په اوړي کې درې ساعته راځي، نو په پاتې اتو یا شپږو ساعتو کې خوب هم کېدای شي او کورواله هم کېدای شي.

 او چې حدیث ته راشو نو په هغه کې هم داسې نه دي راغلي چې ( کُلَّ یومٍ ) او یا ) کُلَّ لیلة ٍ) او يا ( دائما ) او يا ( غالبا ) تر څو دا ترېنه واخیستل شی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه او یا هره ورځ او یا تل او یا ډېر وخت له خپلو ټولو بیبیانو سره کور واله کول، بلکې کله کله به داسې و، او دا خبره دحدیث له لفظ نه ښکاره جوتېږي، ځکه په حدیث کې راغلي چې) کان یطوف)، دلته فعلیه جمله راغلې ده، او فعلیه جمله دبلاغت دعلم له پلوه په تجدد او حدوث باندې دلالت کوي، نه په همېشني ثبوت او استمرار باندي، بلکې اسمیه جمله په استمرار او ثبوت باندې دلالت کوي، که اسمیه جمله راغلې وای نو دښاغلي موحد صیب دغه بد ګومانۍ ته به یو څه ځای و، مګر هر کله چې داسې نه ده نو دبد ګومانۍ لپاره هم هېڅ کومه سمه او معقوله وجه نه تر سترګو کېږي، دا لا څه چې د ابوداود په حدیث کې لکه پاس مو چې ولیدل کوم چې أبورافع رضی الله عنه روايت كړی راغلي چې ( ذات یوم ) یعني یوه ورځ، او په هغه روایت کې دا هم راغلي چې له هر ځل نه وروسته يې غسل وکړ، او دامام بخاري او دامام احمد په یو بل په روایت کې راغلي چې: (فِى السَّاعَةِ الْوَاحِدَةِ مِنَ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ) په دې معنی چې ټوله شپه او ټوله ورځ به يې له خپلو بیبیانو سره په کورواله نه تېروله بلکې دشپې یا ورځې په یوه برخه کې به يې دا کار کولو، علمای کرام وايي چې دلته له ساعت نه دغه اوسنۍ شپېته دقیقې نه دي مراد بلکې یوه برخه اویوه حصه ترېنه مراد ده.

 که موحد صیب دا حدیث نه مني او له قرآن کریم سره یې په ټکر کې بولي بیا نو داحدیث هم باید ونه مني چې په صحیح بخاري کې راغلی  عن عائشة رضي الله عنها قالت : إن كان رسول الله صلى الله عليه و سلم ليقبل بعض أزواجه وهو صائم ثم ضحكت ) له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی دې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې ځینې بیبیانې په داسې حال کې ښکلولې چې دی به روژتی و، او بیا یې وخندل ) یعنې عایشې رضی الله عنها چې کله دا خبره وکوله نو ویې وخندل، محدثین کرام فرمایي چې ددې معنی دا کېدای شي چې دا به یې ښکلوله ، په یو بل روایت کې راځي چې عروه داسماء رضی الله عنها زوی او دبې بې عایشې رضی الله عنها خوریي ورته وویل ـ او دا حدیث هم هغه روایت کړی ـ چې دا خو پرته له تانه بل څوک نشي کېدای نو دې وخندل، په دې معنی چې هو، دلته له دغه مبارک حدیث نه دا مقصد نه دی چې جنسي غریزې ته پکې بلنه شویده، او یا درسول الله صلی الله علیه وسلم دکورني راز دلوڅولو هڅه شوې ده، بلکې دلته یو شرعي حکم مراد دی چې په هر ځای کې ډيرمسلمانان ورسره مخ کېږي، هغه دا چې دمېرمنې په ښکلولو سره روژه ماتېږي او که نه؟ دا دي په دې حدیث کې راغلي چې نه پرې ماتېږي.

 کېدای شي موحد صیب دا حدیث هم ځکه ونه مني چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دکورنۍ راز پکې جوت شوی، او په قرآن کریم کې کوم شاهد هم نشي ورته موندل کېدای نو ځکه دا سم حدیث نه دی!! مګردېته باید پام وشي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند لکه مخکې مو چې وویل دخپل امت لپاره شرعي بڼه لري، له همدې کبله پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نور خلک باید خپل کورني مسایل پټ وساتي او ښکاره کول یې نا روا دي، ځکه چې ددوی ژوند او کړنې شریعت نه دي، که دغه رنګه کورني مسایل درسول الله صلی الله علیه وسلم له کور نه معلوم نشي نو بله کومه لار شته چې په هغې سره دا رنګه او دېته ورته کورني مسایل معلوم کړای شي؟ او درسول الله صلی الله علیه وسلم دزیاتو مېرمنو په نکاح کولو کې یو حکمت همدغه و، تر څو مسلمانانو ته هغه کورني مسایل په بشپړه او سمه توګه ورسېږي کوم چې نارینه یې سم نشي رسولی.

 

{jacomment off}مولوي ابو محمد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د