بدخشان کې د درنو تلفاتو وروسته علومي جرم او وردج ته سفر وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د بدخشان د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته ولاړ.

د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن ویلي چې نورالحق علومي ددغه ولایت مرکز فیض اباد ته تر رسېدو وروسته د سرپرست والي سره یوځای جرم او وردج ولسوالیو ته سفر وکړ.

ددغه سفر موخه د جرم او وردج ولسوالیو امنیتي وضعیت څارل ښودل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر د سیمه ییزو لوړ پوړو چارواکو سره یو ځای دغه ولایت ته په داسې حال کې سفر کوي چې د تېرې جمعې په ورځ طالبانو د جرم ولسوالۍ په دره خستک سیمه کې د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه وکړل. په دغه بریدونو کې د دولتي سرچېنو له قوله ۲۷ عسکر ووژل شول.

بدخشان د طالبانو د حکومت پر مهال یواځېنی ولایت و چې د خپلې واکمنۍ تر پایه يې ونه نیولو خو اوسمهال یې زیاتره ولسوالۍ له مرکزونو پرته تر ولکې لاندې دي.

ملي دفاع وزارت په جګړه کې د ډيرو عسکرو وژل کېدلو سبب د عسکرو او مسوولینو لخوا په وظیفه کې غفلت ښودلی دی.

یاد وزات همدا راز ادعا کړې چې د بدخشان په جګړه کې يې ۲۰ مخالفین وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي خو طالبان بیا یوازې د خپلو پنځو ملګرو وژل کېدل او ۷ نورو ټپي کېدنه منلې ده.

طالبانو ویلي وو چې په دغه جګړه کې یې ۱۳ پوستې نیولي، ۴۹ عسکر یې وژلي او لسګونه نور يې ټپیان کړي دي.

د بدخشان ولایتي چارواکو د جګړې پر مهال په خپلو څرګندونو کې د وژل شوو عسکرو شمېر تر هغه ډیر ښودلی چې دفاع وزارت رسنیو ته اعلان کړی دی.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د