انګلستان د خپل ملي موزیم لپاره د کرزي شخصي چپنه غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د انګلستان ملي موزیم د پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتلي چې موزیم ته یې خپله یوه چپنه ډالۍ کړي.

د پخواني ولسمشر د دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه غوښتنه په کابل پوهنتون کې دننه د یوې کلتوري مرکز رییسې نانسي ډوپري د حامد کرزي سره د لېدنې پر مهال وکړه.

دوپري په دغه لیدنه کې د انګلستان د ملي موزیم رسمي مکتوب چې په کې د کرزي یوه چپنه غوښتل شوې وه، کرزي ته ورکړ.

پر دې سربېره په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د مرکز په اړه هم دواړو لورو خبرې اترې وکړې. خبرپاڼه وايي چې کرزي دوپري سره ژمنه وکړه چې ددغه مرکز سره به مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کرزي یو شخصي چپنه په امریکا کې لېلام شوې وه چې د راپورونو له مخې په ۶ لکه ډالر خرڅول شوې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما وړاندیز : دا چه کرزی د انګریزانو د اشغال د پاره مثمر او موثر ثابت شوی وو ، یعنی په څو مخیو کی تر انګریزانو هم دمخه وو ، دا دکرزی وړتیا وه د چپنی نه وه ( چه ټول معنویات یی پکی وپلورل ). انګریزانو ته زما وړاندیز دادی چه کرزی بی له دی هم بی کاره دی ، د چپنی په ځای کرزی موزیم ته بوځی ، موزیم کی به یی د هماغه چپنی سره ودروی وخت ناوخت به یی خپلو خلکو ته ورپیژنی چه دا زمونږ هغه غلام دی چه خپل خلک ، خاوره او خپلواکی… نور لوستل »