نړۍ

القاعده د يمن سويلي سمندري سرحد، هوايي ډګر او د تېلو مرکزونه نيولي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۸مه، ۱۳۹۴ل): يمني چارواکي وايي، چې د هېواد په سويلي سيمو کې القاعده جهادي ډلې هوايي ډګر، سمندري سرحد او د تېلو لوی مرکزونه نيولي دي.

يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د روانو بريدونو پر مهال القاعده د روانې مياشتې په پيل کې مکلا ښار ونيو او له زندانونو يې خپل سلګونو پلويان ازاد کړل.

يمني سرچينې وايي، چې تېره شپه د القاعده جهادي ډلې سرتېرو مکلا ښار کې پر دولتي عسکرو بريدونه پيل کړل او دغه عسکر اړ شول، چې د القاعده د بريدونو له امله خپل سنګرونه پرېږدي.

د القاعده سرتېرو د دغو بريدونو په نتيجه کې د يمن سويلي سمندري سيمې، هوايي ډګر او د تېلو لوی مرکزونه نيولي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ لسګوني عربي ايتلاف يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پر ضد هوايي بريدونو ته دوام ورکوي او داسې ګنګوسې هم دي، چې سعودي غواړي، يمن ته خپل پوځ ولېږي او د حوثيانو پر ضد ځمکنۍ جګړه پيل کړي.

مګر د حوثيانو پر ضد د جنګي ايتلاف وياند جنرال احمد العسيري وايي، چې د ځمکنۍ جګړې شرطونه لا نه دي پوره شوي او په عين حال کې د نسکور شوي حکومت مرستيال ولسمشر خالد بحاح هم وايي، چې دی يمن کې د سعودي په مشرۍ د عربي ايتلافي هېوادونو د ځمکنۍ جګړې پلوي نه کوي.

د حوثيانو ايتلافي او پخواني ديکتاتور ولسمشر علي عبدالله صالح له سعودي عربستان او ايتلافي هېوادونو غوښتنه کړې، چې دی دې وبښي او دی هر د سعودي هرې خبرې منلو ته تيار دی، مګر خالد بحاح او سعودي عربستان دواړو ويلي، چې د جګړې له پای ته رسېدو وړاندې خبرې پيلول هېڅ امکان نه لري او دوی د ژورې اړتيا له امله د حوثيانو او علي عبدالله صالح د پلويانو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د بحاح په وينا د سعودي په مشرۍ هوايي بريدونه بريالي دي او کېدی شي ځمکنۍ جګړې ته اړتيا ونه ليدل شي.

د عربي چارو يمني کارپوه ياسين تميمي وايي، چې حوثي ملېشې دا توان نه لري، چې پر سعودي بريد وکړي او يا هم سعودي عربستان ته عملا څه ګواښ متوجه کړي.

ياسين تميمي زياتوي: «’پرېکنده تندر’ عملياتو د حوثيانو ملا ورماته کړې، ملېشې او ځواک يې دړې وړې شوی، قيادت په مېدان کې نه شته او په داسې حال کې د دوی ګواښونه يوازې د خولې خبرې دي»

يمن کې د ايران پلوو حوثي شيعه ملېشو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د لسګوني ايتلاف بريدونه نن په شلمه ورځ هم روان دي او تر اوسه يې د حوثي ملېشو ګڼ مرکزونه، د سکاټ توغنديو ډيپوګان او نور مهم ستراتيژيک ځايونه نړولي دي او د حوثيانو د مهمو مشرانو د وژل کېدو خبرونه هم راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعید

خبر د القاعده ده او تصویر د دولت

ته غلط شوی یی

عکس یمن کی د القاعده جنګیالیو دی
اوکه ته ګومان کوی چی تور بیرغ د دولت دی فقط نو دا اشتباه ده، اول القاعده دغه جنده کارولی ده

سعید

وروره د القاعده بیرغ تور دي خو کلمه پکې لکه د امارت د بیرغ په ترتیب لیکل شوي وي، او د دولت هم تور دی خو د کلمه دوهمه برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهر نشان وي

سعید

وروره ډیره بښنه غواړم، د نن ټکی له ادارې هم بښنه غواړم، ما اوس پسې پلټنه وکړه، یقینا ستاسو خبره سمه ده، خو الله پاک دې دوی ته هدایت وکړي چې یو تنظیم او څو بیرغونه، داسې نه چې بله ورځ دوی هم لکه دولت غوندې بغاوت وکړي او له خپل مشر سره له بیعت نه انکار وکړي.
په هرصورت ستاسو له معلوماتو نه ډیره مننه.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x