نړۍ

جورج ډبليو بوش: «ولسمشرۍ ته نوماند ورور به مې زما د سياسي کردار له امله ناکام شي»

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا پخواني ولسمشر کشر بوش وايي، چې د ده د سياسي تاريخي ميراث له امله کېدای شي د ده ورور جېب بوش په ولسمشريزو ټاکنو له سختې ماتې سره مخ شي.

له لندنه خپرېدونکې «ډيلي ټيليګراف» ورځپاڼې د جورج ډبليو بوش له قوله ليکلي، چې د ده په اته کلنۍ دوره کې ډېرې ناخوالې شوي، چې د امريکا ولس يې د بوش له کورنۍ نهيلی کړی او دغه ولس نه غواړي، چې د بوش کورنۍ دې يو ځل بيا سپينې ماڼۍ ته ورسيږي.

« زما ورور جېب بوش د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند دی او زه نه غواړم، چې د ده په ټاکنيز بهير کې کمپاين وکړم، ځکه چې کېدای شي زما له امله امريکايي ولس زما ورور ته رايې ور نه کړي او ناکام شي.»

ډيلي ټيليګراف ليکي، چې بوش شيکاګو ايالت کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ وويل، چې مور يې د جېب بوش پر نوماندۍ نيوکه کړې او وايي، چې امريکايي ولس د بوش کورنۍ سپينې ماڼۍ ته لېږلې، دا يې بس دی او نور بايد د بوش له کورنۍ څوک د امريکا ولسمشرۍ ته نوماند نه شي.

بوش خپل کشر ورور جېب بوش ته ويلي، چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره بايد ډېرې هڅې وکړي او خپل ټاکنيز کمپاين په ډېره ارامۍ مخکې بوځي او زياته يې کړه، چې دی په دې باوري دی، چې امريکايي ولس به د ده د سياسي ميراث له امله جېب بوش ته رايه ور نه کړي.

اټکل شوې، چې د مشر بوش زوی او د کشر بوش کشر ورور جېب بوش د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ د نوماند په توګه خپل ټاکنيز کمپاين پيل کړي، مګر د ګوند دننه ګڼ غړي د جېب بوش پر نوماندۍ نيوکې کوي، چې د پلار بوش او کشر بوش د ولسمشرۍ دورې د امريکا او نړۍ لپاره ښه ميراث نه دی پرېښی او امريکايي ولس به جېب بوش ته هېڅکله رايه ور نه کړي، مګر جېب بوش د ګوندي غړو دا تورونه ردوي او ټينګار کوي، چې د ده تګلاره او سياست له خپل پلار او وروڼو څخه بدل دی او خلک به د پلار او ورور د ناکام سياست له امله دی ناکام نه کړي.

د جمهوري پلوو له لوري د جېب بوش پلار ۱۹۸۹-۱۹۹۳ د امريکا ولسمشر و او ۱۹۹۳ز ولسمشريزو ټاکنو کې بل کلنټن ماتې ورکړه او د ماتې ستر لامل يې د امريکا خليج جګړه او کورنی ناکام سياست بلل شوی و.

د بل کلنټن له واکمنۍ وروسته د بوش زوی جورج ډبليو بوش ۲۰۰۰-۲۰۰۸ز کال پورې دوه ځله د امريکا ولسمشر و او د نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال پر افغانستان او عراق يرغل وکړ، چې لکونو خلک يې ووژل او لکونو نور يې ټپيان او در په در کړل.

امريکايي ولس وايي، چې د جورج بوش له امله د امريکايي ولس حيثيت له منځه تللی او پر افغانستان او عراق د يرغل له امله زرګونو امريکايي عسکر وژل شوي او زرګونو نور شل و شوټ شوي دي او د امريکا اقتصاد ته ميلياردونو ډالر زيان اوښتی او د امريکا پورونه ورځ تر بلې زياتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

رښتینو مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : دا سمه ده ، چه جورج بوش څه ویلی ، مګر بوش هغه څوک نه وو ، چه د خپلو کړنو تصامیم نیول د ده په واک کی وو ، دی هغه څوک وو چه څه ورته ویل کیدل او هغه کول . د نړیوال یهودی استعمار حالات تر دی کچی رارسیدلی وو چه باید داسی شوی وی یعنی جورج بوش که د جمهوری ریاست وړتیا هم نه درلودله جمهور ریس شو ( یعنی دده رقیب ال ګور ګټلی وه مګر دی ریس شو ) نو که جورج بوش په زور ریس کیدلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x