د جرم فضیحت چې ګډ حکومت یې د پټولو توان نه لري! – سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: يوه اونۍ وړاندې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍکې دولتي ځواکونو ته د طالبانو په برید کې درنه مرګ ژوبله واوښتله، داسې مرګ ژوبله چې ګډ حکومت یې په پوځي، امنیتي او اداري لحاظ له شرموونکي فضیحت سره مخ كړ.

په هغې غونډې کې چې د تیرې سه شنبې په ورځ د ولسي جرګې د امنیتي کمسیون د لوړ پوړو امنیتي چارواکو او پارلماني وکیلانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوځ لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د پیښې عامل له طالبانو څخه د ولسي خلګو ملاتړ وباله.

د بدخشان ولایت امنیه قومندان جنرال بابه جان هم یوشمیر لوړ پوړې دولتي چارواکي په تیره د یاد ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي له طالبانوسره په ملاتړ تورن او په یاده پیښه کې ښکیل وګاڼه.

خو د ولایتي شورا مشر او په ولسي جرګه کې د بدخشان وکیلان بیا د ولایت امنیتي چارواکي په بي کفایتي او دملي اردو د تیلو او نورو تدارکاتو په پلورلو تورنوي .

د بدخشان والي ، امنیه قومندان او د امنیت آمر یادې پیښې داسې وارخطاكړي چې له رسنیو سره د مخامخ کیدو جرئت نه لري اوچې کومه رسنۍ یې خبرو ته مجبور کړي بیا د پیښې د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات ورکوي.

پارلماني وکیلان د یادې پیښې د مړو او ژوبل شویو شمیر خواشا ۶۵ تنه ښیې خو امنیتي چارواکي یواځې د ۱۸ تنو په مرګ ژوبلې اعتراف کوي .

هغوی ټول په یوه خبره توافق نظر لري چې په بدخشان او ټول هیواد کې د پوځي عملیاتو د رهبري او سوق لپاره استراتیژي وجود نه لري ، دفاع وزیر او لوی درستیز چې د هیواد د پوځي استراتیژي د جوړولو او پلي کولو مسؤلیت لري تر اوسه د ګډ حکومت د ناندریو له کبله ټاکل شوي نه دي .

په داسې حال کې چې د ګډ حکومت چارواکي د بدخشان د جرم ولسوالۍ په څیر د هیواد په هر ولایت کې له ورته فضحیت سره مخ کیدونکي دي ، خو دوی يې بیاهم د مخنیوي لپاره هیڅ تدابير په پام کې نه لري .
اوس هم ټول یوله بل سره د واک ویشلو او له دې لارې د ملي شتمنیو پر غصبولو مصروف دي ، چې د دفاع وزارت د نفتي موادو په قرارداد کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو اختلاس یې یوه ژوندۍ بیلګه ده.

اوس چې په هیواد کې د جګړو موسم دى که سبا بدخشان ولایت د طالبانو په لاس سقوط کوي هم دولتي چارواکي یې په مقابل کې له یو پربل الزام لګولو پرته بل هیڅ اقدام او اراده نه لري.

دولتي چارواکي ټول په يوه خوله دا تبلیغوي چې په افغانستان کې د جنګ جغرافیه بدلیدونکې او د طالبانو تر څنګ دلته بیشمیره بهرني جنګیالي او د داعش مخپټي وسله وال راغلی .

هرڅوک په دې خبره پوهیږي چې افغانستان د جګړې ډګر او ورځ په ورځ یې ساحه په پراخیدو ده ، خو چارواکي د دغه وضعیت د کنټرولو مسؤلیت لري ؛ نه د جګړې د پراخولو لپاره تبلیغات كول.

دا خبره باید دولتي چارواکې واضحه كړي چې په افغانستان کې د جګړې د جغرافیې د بدلیدو او دلته د مختلفو ډلو د راپیدا کیدو اصلي لامل څه دی ؟

ځواب ښکاره دی او هغه دا چې کوم امنیتي تړون چې امریکایانو د ګډ حکومت پر مشر لاسلیک کړ هغه په افغانستان او سیمې کې د جګړې د جغرافیې د بدلیدو او ټولو نا امنیو اساسي لامل دی؛ هغه نا امنۍ چې امریکایان یې د خپلو منافعو د تأمین لپاره په افغانستان او د هغه په ګاونډ کې خپرول غواړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د