fbpx

سیاسي فساد – طنزيه کیسه

لیکوال: حامد افغان

کوچني زوی له پلاره وپوښتل چې پلاره! سیاسي فساد څه ته وایي؟ پلار یې ورته وویل: زویه که څه هم ته کوچنی یې او په دې پیچلیو موضوعاتو دي دماغ سم نه څرخي، خو زه به کوښښ وکړم په ساده بیلګه سره تا د «سیاسي فساد» مفهوم ته ورنږدې کړم.

د بيلګي په توګه زه د کور له پاره لګښت برابروم نو ما «پانګه وال» وشمیره، او مور دي د کور چاري پر مخ وړي هغه به «حکومت» وبولو، او ته د کور په چارو کې مسؤلیت نه لرې تا به «ولس» وشمیرو، او په کوچني ورور پوري دي زموږ د اینده هيلي تړلې دي هغه به خپله «اينده» وبولو، او د کور خادمه زموږ د کور خدمت او چوپړ وهي هغه به «کارګرځواک» فرض کړو.

ماشوم د خوب خوني ته ولاړ چې ویده شي خو د «سیاسي فساد» په اړه یې د پلار بيلګي ذهن بوخت کړی و او خوب نه ورتلو، ښه ډېر وخت په ځای کې په یوه بل اړخ کیده اخیر له خوني راووت بهر یې د کوچني ورور ژړا واوریدله، چي ورغی هغه ورني لانده کړي وو او ژړل یې، ویې غوښتل مور ته ووایي چې ماشوم ځان ګنده کړی دی او ژاړي خو مور یې په ژور خوب ویده وه، او عجیبه خو دا وه چې پلار یې په خونه کې نه و!، له خوني ووت د خادمي خوني ته ورغی د هغې ور بند و له چولې یې وروکتل پلار یې له خادمي سره په ګپ او ملنډو لګیا و، بیرته خپلي خوني ته ولاړ.

سبا یې پلار ته وویل: پلارجانه ستا د بيلګي په رڼا کې مې بیګا شپه د خپل کور وضعه تر دقيقي څيړني لاندي ونیوله نو د «سیاسي فساد» په مطلب او مفهوم پوره پوه شوم، او هغه داسي چې کله پانګه وال په کارګر ځواک ملنډي وهې او … یي او حکومت په ژور خوب ویده وي نو په ولس به ښه شپه حرامه وي او په پخپل هیواد کې به سرګردانه او لالهانده ګرځي، او اینده به ککړه او بوینه ښکاري، او دا «سیاسي فساد» شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نبیل افغان
میلمه
نبیل افغان

واد مور شجېېې
حامد افغان صا ب