نظــر

د طالبانو سږني عمليات او څو حقايق

لیکوال: موسی فرهاد

2015-04-15

هنري کیسنجر ، د امریکا د بهرنیو امورو پخوانی وزیر دی . د 11م سپتمبر له پیښې وروسته نوموړي وویل : امریکا د نړۍ سپر پاور (ستر ځواک) دی ، که چیري د خپل انتقام لپاره پر افغانستان حمله ونکړي ؛ نو دا د زبرځواکۍ سپکاوی ګڼل کیږی . امریکا به هرو مرو برید کوي ، غچ به اخلي او کامیابي به ترلاسه کوي .
د هنري کیسنجر په شان ډېری امریکایان په دې غره وو چې کامیابی مو خپل مقدر دی . شکست یې یوازي د دښمن په برخه باله ، ځکه نو بوش په هغه شیبه چې پر افغانستان یې په لومړي ځل په نیمه شپه توغندي پیل کړل ، په خپله وینا کې وویل : موږ به دا جګړه ګټو ، موږ به ستړی نه شو ، موږ به مات نسو ، موږ به خپل دښمن هرځای چې وي ؛ نیست او نابود کړو .

خو کله چې يې په ۲۰۰۱ کال کې د ډېری نورو کفري ځواکونو په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ ، او ځواکونه یې را ولیږل ، د هیواد په لروبر کې یې ځای پرځای جنګي آډې جوړي کړي ، په کابل کې یې د خپلې خوښي ګوډاګی سیټپ رامنځ ته کړ د پخوانیو چرسي ټوپکیانو ځخه یې لومړی د ملی اردو ، بیا د پولیسو او بیا د اربکي ملیشو په نوم لښکري جوړي کړي ، د افغانانو په وړاندي یې د جګړي قومانده ورکړه ، لنډه دا چې د ډالرو په مټ یې ډېری وطن پلورونکی وګړی خپل ګوډاګیتوب ته استخدام کړل.

نو امریکایی یرغلګرو او ګوډاګیانو یې دغه لاسته راوړني ، د ځان لپاره ستري بریاوي ګڼلي ، دوی فکر نه کاوه چې د مجاهدو افغانانو له دومره سخت مقاومت سره به مخ کیږی چې بالاخر به له شرمه ډک او تاریخي شکست د دوی مقدر وي .

امریکایی یرغلګرو ته د یرغل ټوله موده ډېره خونړۍ تمامه سوه . ورځ تربلي ورته سختیدله ، پوځي جنرالانو یې وخت پر وخت د نورو ځواکونو او نورو وسائلو غوښتنه کوله ، په 2011م کال کې ، د هغه وخت قومندان مایک مولن وویل :

I don’t know how long the war will last, but we know that the situation has worsened in the past three and half years and now the Taliban are in a better position… —— General Mike” Mullen Chairman of the Joint Chiefs of Staff from October 1, 2007 to September 30, 2011

زه نه پوهیږم چې دا اوږده جګړه به څنګه پای مومي ، خو دومره پوهیږو چې په تیرو درې نیمو کالو کې زموږ حالت مخ پر خرابیدو دی ، او طالبان اوس په یو ډېر ښه پوزیشن کې قرار لري . نوموړی جنرال د امریکا حکومت ته ولیکل : موږ اوس خپل مقصد ، چې هغه د افغانانو تحفظ دی ؛ هیر کړی دی ، اوس زموږ ځواکونه په رواني او فیزیکي لحاظ د خپل ځان ساتني ته متوجه دي . په دومره موده کې مو څه دپاسه زر میلیارده ډالره ولګول ، خو هیڅ مو ترلاسه نکړل . راځئ پر داسی لارو چارو غور وکړو چې له دې وخیم حالت نه د وتلو لاره وي.

پر دې برسیره امریکا ته د افغانستان جنګ دومره ګران پریوتی چې په دې 14 کلنه جګړه کې له 4 نه تر 6 ټریلینه ډالرو پوري رسیږي ، یعنی د هر امریکايي وګړي پر سر که تقسیم شي نو هر يوه ته 77 زره ډالر رسیږي . ګویا په دې جګړه کې د هر امریکايي وګړي 77 زره ډالره مالي تاوان وسو . چې دا د امریکا په تاریخ کې یو ګران ترین جنګ بلل کیږي .

له همدې ځایه وه چې امریکایانو د وتلو اعلان وکړ ، په دې توګه چې ګویا اهداف یې ترلاسه کړل ، نور به د دوی ځای اربکي ملیشې نیسي او هغوی کولای شی د مجاهدینو په وړاندي مقاومت وکړي . دوی (یرغلګرو) پخپله ، له یو نا اعلان سوي شکست او ناکامي ستراتیژۍ سره د تيښتي لاره واخیسته . دوی پخپلو هغو پریکړو چې د بوش او کیسنجر غوندي خلکو د مشورو پر بنا یې کولي ؛ اوس ډېر پښیمانه ښکاري ، رابرټ ګیټس چې د دفاع امریکی وزیر و، پخپل کتاب ( Duty) کې او د برطانیې پخوانی سفیر شیرارڈ کوپرکولز په خپل کتاب (Kabul’s Letters) کې دواړو تقریباً یوه خبره لیکلي چې د افغانستان په اړه پریکړه کې نه یوازي امریکا او ناټو تیر وتلي بلکي ملګرو ملتونو او امنیت شورا هم ستره تاریخي غلطي وکړه چې په پټو سترګو یې د امریکا تقلید وکړ او په داسي غیرعاقلانه فیصلو سره یې یوه ستره نړیواله ستراتیژي له شکست سره مخ کړه .

په دې کې هیڅ شک او شبهه نسته چې ناټو او امریکایي یرغلګرو په مطلق ډول په افغانستان کې شکست خوړلی دی ، خو دا چې ولي اوس هم ځینی خلک د هغوی په ماتي کې شک لري ؛ د هغه دوې وجي دي: یو دا چې امریکایان اوس هم د ځینو خلکو لپاره یو اقتصادي پاور دی او د هغوی مالي مرسته کوي ، نو هغوی په هیڅ صورت دې ته تیار نه دي چې امریکا شکست خورده معرفي کړي ، دویم او اصلي دلیل دا دی چې میډیا د هغوی پر ماتي باندي پرده اچوي ، د ټول څوارلس کلن جنګ په دوران کې میډیا په پوره ځواک سره هڅه وکړه چې د امریکا برتري وښیي او د هغوی ناکامۍ پټي کړي . دا ځکه چې له یوې پیړۍ را په دې خوا لویدیځ خصوصاً امریکا پر میډیا باندي ډېره ستره پانګونه کړي ترڅو په راتلونکو پیړیو کې د هغوی د منحط تهذیب او د اقتصادي او پوځي ستراتیژيو د تحمیل او خپرولو په لاره کې ترې کار واخلي ، دا اوس اوس د نړۍ 90٪ میډیا د داسي 5 سترو رسنیزو (Hypermedia Companies) امریکایي کمپنیو ، چې د غرب او امریکا د ګټو ساتنه کوي ؛ تر مستقیم او غیر مستقیم مالي کنترول لاندي دي. نو دا ټوله میډیا په ټول قوت سره هڅه کوي چې هر حقیقت منفي او د امریکا په ګټه وښیي . د افغانستان د مجاهدینو فتح او بریاوي پټول هم د همدې مزدوري میډیا ناروا کردار دی .

مګر حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت سرسپارلیو مجاهدینو د ګوډاګۍ ادارې او د هغوی د بادارانو ټول فلانونه خونسا کړي ، هرکال یې د پسرلي په راتلو سره په نويو تاکتیکونو او نویو نومونو سره تندریز جهادي عملیات پیل کړي ، چې هرځل یې دښمن ته د سر او مال خورا درانه تلفات اړولي دي .

دا کال هم د تېر په شان مجاهدینو پراخ نظامي ترتیبات مهیا کړي او په ټول افغانستان کې پر بهرنیو یرغلګرو او کورنیو ګوډاګیانو د کاري وارونو مختلف فلانونه لري ؛ که څه هم تراوسه یې لا په پراخه پیمانه عملیات پیل کړي نه دي ، مګر هغه خال خال بریدونو چې د هیواد په ځینو ساحو کې یې ترسره کړي ؛ په لومړي سر کې یې لا دښمن زیات وراخطا کړی دی .

د روان میلادې کال د دې تیرو دریو میاشتو په جریان کې تراوسه پوري د مجاهدینو له لوري پر دښمن دوه زره اته سوه شپاړس 2816 بریدونه ترسره شویدي . چې په نتیجه کې یې د دښمن شپږ زره درې سوه پنځه اویا 6375 تنه مړه او زخمیان شوي ، چې دري پنځوس 53 تنه یې یوازي بهرني یرغلګر دي . اته سوه اتلس 818 یې شوبلي او عسکري عرادې تخریب شوي دي . او درې سوه نه دیرش 339 تنه مجاهدین په شهادت رسیدلي او یا زخمیان شوي دي . دا هغه دقیقي احصائیې دي چې د یرغلګرو مزدوري میډیا یې همیشه د پټولو هڅي کړي ، او د مجاهدینو د بریاوو له خپرولو څخه تل انکاري وي ، ترڅو د امریکایانو راز ونه پاشل سي ځکه چې بیا د هغوی له لوري د دوی د مالي سرچینو د وچيدو خطره وي .

د کابل د ګوډاګۍ ادارې وارخطايي له بل پلوه هم ډېره شوي چې په دې وروستیو کې یې یو شمېر جنګي اربکي قومندانان د مجاهدینو له لوري په تاکتیکي ډول له منځه ولاړل . لکه د روزګان مطیع الله خان چې په دې سیمه کي یو وتلی ملیشيي اربکی قومندان و ، او امریکایانو ته ډېر نژدې کس بلل کیده ، او په بې انتهاء بشري جرمونو کې د کندهار د یو بل اربکي جنګسالار قومندان رازق نه کم نه ؤ .

دا رنګه د هلمند مشهور اربکی قومندان حکمت الله حقمل ، د پکتیا ولایت یو مشهور جنګسالار د موسی خان اندړ په نوم ، د پروان ولایت مشهور اربکی خلیل الله ضیائي ، د کندهار یو ظالم قوماندان ظاهر ، او د غزني مشهور اربکی قوماندان امان الله ، دا راز په شمال ، لویدیځ او ختیځ کې یو زیات شمېر هغه جنګسالاران اربکیان چې امریکایانو مستقیماُ اکمالول او د کابل حکومت هم ورباندي نازیده ؛ یو په بل پسی په لنډه موده کې د مجاهدینو لخوا ووژل شول . اوس یوازي د رازق په څیر څو بشري جنایتکاران اربکیان پاتي دي . چې هغوی هم د مجاهدینو تر هدف لاندي دي .

په فاریاب او بدخشان کې د طالبانو ډرامائي پرمختګ هم د کابل بي واکه اداره ویرولي ده . پخپله د کابل رسنیو وویل : چې په بدخشان کې طالبانو تر 80 زیات عسکر په جګړه کې وژلي دي . تر دې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو په نوم استازو د ګډ حکومت پر مشرانو ږغ وکړ، چې د دې ولایت شاوخوا دوولس ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي، چې باید مرسته ورسره وشي.

همدارنګه ګوډاګیانو په هلمند کې د ذوالفقار په نامه عملیات پیل کړل ، چې له ډېر ستر شرموونکي شکست سره مخ شول ، نه یوازي داچې له مجاهدینو یې سیمي ونه نیولي ؛ بلکي نوري سیمي یي هم له لاسه ورکړي ، او بی شمیره عسکر یې یا ووژل شول او یا ژوندي ونیول شول . ولسي خلک یې بي انتها ډېر پکي وځورول ، چې د هلمند د خلکو استازي ولایتی شورا ته په ژړا ژړا د اربکیانو ظلمونه بیان کړل او پخپله یې په هرڅه اعتراف وکړ .

د دوی د دې شکست لپاره به د امریکا د والسټریټ ژورنال راپور څوټکي ولولو چې هغه داسی لیکي : چي ددې عملیاتو لپاره زیات تبليغات ترسره شول، خو درژیم عسکر په دغو عملیاتو کي ناکام شوي دي.

یادي ورځپاڼي ليکلي، چي دکابل رژیم په هلمند ولایت کي سترعملیات چي ډیر تمرکز يې په سنګین ولسوالۍ وو پيل کړل، چي له ډیر وخت راهیسي دطالبانو په ولکه کي ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه ليکي، چي درژیم عسکرو په دغو عملیاتو کي دپرمختګ ادعاوي وکړې، خو دسیمي اوسیدونکي وايي، چي عسکر ډیر ژر له دغې ولسوالۍ ووتل او ټولي سیمي اوس مهال دطالبانو په ولکه کي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، چي په سنګین ولسوالۍ کي پولیسو ویلي، چي هغه ټول کسان چي له رژیم سره یې اړیکې وې، له ولسوالۍ څخه تښتيدلي دي.

یادي ورځپاڼي ليکلي، چي درژیم اړوند ددفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چي له سنګین څخه یې طالبان ايستلي دي، خو دسیمي خلک او پولیس بیابل څه وايي، هغوی وايي، چي اوس مهال ټولي سیمي دطالبانو په ولکه کي دي.

پورتنیو بیلګو ته په پام د طالبانو سږني عملیات به د ګوډاګي دښمن لپاره ډېر ځپونکي او پریکنده وي ، او سږ کال به دښمن دا و انګیري چې د سیاسي او نظامي سقوط شپي ورځي یې په حساب دي او خپل منطقي انجام ته به رسیږي . که د خدای خوښه وه . و ماذلک علی الله بعزیز

موسی فرهاد – 2015/4/15

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x