نادري ناولده

د يمن د خټو لرغونې ودانۍ

محيب رحمتي
د نن په پرمختللې نړۍ كي د شګاګو او نيويارك لوړ بلډنګونه په اړه خو ټول خبر دي،  خو شايد ډېر كم خلك له دې نه خبر وي چي په يمن كي په يوه ښار كي له خارو نه جوړ 2000 كلن زاړه عمارتونه هم سته، دا عمارتونه په نړۍ كي تر ټولو زاړه دي، د دې ښار نوم (shibam ) شيبام ده، او دا ځاى تقريبا په دويمه پېړۍ كي جوړ سوى دى

 

دا عمارتونه د هغه ځاى له خاوري د جوړو اومو خښتو نه جوړ سوى دى، د دې عمارتونو شمير 500 دى، د دې عمارتونو لوړوالى 5 څخه تر 11 منزله عمارت برابر ده، د همدې له امله په نړۍ كي له خاوري نه جوړ سوي تر ټولو لوړ عمارتونو  شهرت ورپه برخه دى، په دغو عمارتونو كي ځني تر 100 فټه هم لوړ دي

دا ښار چي 2000 كاله پخوانى دى، خو كله كله دا فكر كېږي چي دا به د 16 پېړۍ ښار وي، خو دا هم د نورو ښارونو په څير بدلون مومي، لكه په ژوندي جسم كي چي بدلون راځي، په تېرو څو پېړيو كي ځيني كورونه څو ځله د دويم ځل لپاره جوړ سوي ي

له پېړيو نه  وروسته د كورنو د دويم ځل جوړول د بارانونه له امله و، چي په دوام داره توګه ورته يو لوى ګواښ دى، د كورونو د ژغورني لپاره ځايي اوسېدونكي ديوالونه او بامونه په پنډ ګل سره ګيلوي

شل كاله وړاندي ځايي اوسېدونكو د هوسا ژوند په لټون دا ځايونه خوشي كړل او لاړل،  دا ځاى له ګواښ سره مخامخ سو، خو د ښار د رغوني پروګرامونه له امله دا ښار وژغورل سو،  خو په دا اوس 2008م كي  د سختو سيلابونو له امله د عمارتونو بنيادو ته ډېر تاوان ورسېد او آن دا ځاى يې تر تړېدو پوري ورساوه،

د يونيسكو په نړيوال كلتوري ميراثونو كي دا يو ډېر زوړ او بهترين مثال ده،

http://lh6.ggpht.com/_kIWY2DV0KnE/ScW1Qo0GXwI/AAAAAAAACtU/vy9ujb6Fyyg/Shibam%207.jpg

د يمن  د خټو لرغونې ودانۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x