امریکايي عسکر چې افغانستان کې يې پښه د لاسه ورکړې ماونټ ایورسټ لوړې څوکې ته خېژي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د امریکا د بحري ځواکونو یو عسکر چې په افغانستان کې یې خپله یوه پښه د لاسه ورکړې غواړي چې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ماونټ ایورسټ ته وخيژي.

چارلي لینویال وايي چې دی دغه کار د ځان لپاره چېلینج بولي چې ۸،۸۵۰ میتره لوړې څوکې ته د یوې مصنوعي پښې پر مټ وخيژي.

امریکايي رسنۍ فاکس نیوز د راپور له مخې چارلي د غره ختلو لپاره ټول اسباب برابر کړي، هغه مصنوعي پښه لګولې او د غره ختلو لپاره یې بوټان اخيستي.

د امریکا د بحري ځواکونو دغه متقاعد ۲۹ کلن عسکر په ۲۰۱۱ز کال کې په افغانستان په یوې چاودنه کې ټپي شو، دوه کاله تر تداوي وروسته ډاکترانو ترې ښي پښه د زنګون لاندې پرې کړه.

دا چې نوموړی له دندې تقاعد شوی، د وزګار کیناستو پر ځای غواړي د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وخيژي.

زیاتره امریکايي عسکر چې په افغانستان کې ټپيان شوي دي، یا خو په خپلو هېوادونو کې په سوال کولو مجبور شوي یا هم د روانې جګړې ضد لاریونونه کوي.

دغه عسکر اوس په نیپال کې دی. هغه غواړي چې نړۍ ته وښيي چې هر څه امکان لري او ټپي کېدنه مو له هغه کاره چې انسان یې وغواړي نه شي منع کولی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د