خبرونهنړۍ

د صدام حسین مرستیال ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۸مه، ۱۳۹۴): د عراق دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې د پخواني ولسمشر صدام حسین مرستیال وژل شوی. عزت ابراهیم‌الدوري یو مهال د صدام حسین ښی لاس ګڼل کېده.

په ۲۰۰۳م کال کې امریکايي او برېتانوي ځواکونو پر عراق یرغل وکړ او د صدام حسین په مشرۍ یې عراقي حکومت ړنګ کړ. صدام د

عزت ابراهیم‌الدوري یو مهال د صدام حسین ښی لاس ګڼل کېده
عزت ابراهیم‌الدوري یو مهال د صدام حسین ښی لاس ګڼل کېده

لوېدیځ ضد سیاست پاله.

عزت‌الدوري د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو وروسته د امریکايي-برېتانوي ښکېلاک پر ضد د یوې سني مقاومتي ډلې مشري کوله.

د صدام حسین دغه مرستیال ۷۲کلن و او ویل کېږي چې د عراق په اربیل ولایت کې وژل شوی. الدوري له امریکايي-برېتانوي ښکېلاک وړاندې د ولسمشر صدام حسین مرستیال و.

ویل کېږي چې الدوري د «اسلامي دولت» ډلې په منځ ته راتګ کې مرسته کړې ده. «اسلامي دولت» ډله په عراق او سوریه کې د شیعه‌وو پر ضد له توندلارو ډلو څخه ګڼل کېږي.

دی د بعث ګوند یو له هغو مشرانو څخه و چې د ښکېلاک پر ضد په مقاومت کې فعاله ونډه لرله. له همدې امله امریکايي ښکېلاکګرو ځواکونو په عراق کې د الدوري پر سر لوړه جایزه اعلان کړې وه. په افغانستان کې هم امریکايانو د مقاومت د مخکښو رهبرانو پر سر جایزې اعلان کړي دي.

د صلاح‌الدین ولایت د قومندان په وینا، عزت ابراهیم‌الدوري په وینا د شیعه اورپکو د عملیاتو په نتیجه کې الدوري په تکریت ښار کې وژل شوی. تکریت د ولسمشر صدام حسین پلرنی ښار هم و. صدام هم امریکايي ځواکونو په همدې ښار کې ونیو.

د ابراهیم عزت‌الدوري وژنه د امریکايي ښکېلاک پلوو ډلو ټپلو لپاره یوه بریا ګڼل کېږي؛ ځکه الدوري د مقاومت د ډلو له مخکښو رهبرانو څخه ګڼل کېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x