افغانستان

اشرف غني بدخشان ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد شمالي ولایت بدخشان ته ځي.

تر دې مهاله د اشرف غني د سفر موخه نه ده څرګنده شوې خو داسې ګومان کیږي چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو بریدونه زیاتیدل او په جرم ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو ماتې ددغه سفر اصلي لامل دی.

د تېرې جمعې په ورځ طالبانو ددغه ولایت په جرم او وردج ولسوالیو کې حکومتي عسکرو سره سختې جګړې وکړې.

د دولتي سرچېنو له قوله په دغو جګړو کې ۲۷ عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول خو طالبان بیا د وژل شوو عسکرو شمېر ۴۹ ښودلی دی.

د بدخشان ولایتي چارواکو په خپلو څرګندونو کې بیا د وژل شوو عسکرو شمېر تر هغه ډیر ښودلی چې دفاع وزارت رسنیو ته اعلان کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځينو مدني فعالانو د وژل شوو عسکرو شمېر تر ۱۰۰ پورته ښودلی دی.

تر دې وړاندې د پېښې د څېړنې او څرنګوالي په موخه د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي هم بدخشان ولایت ته سفر کړی و.

هغه طالبان «کمزوري» ګڼلي وو او ګواښ یې کړی چې د بدخشان د وروستیو بریدونو «غچ» به له طالبانو واخلي.

د بدخشان د وروستیو بریدونو له کبله د امنیتي چارواکو دننه اختلافات پیدا شوي او امنیتي چارواکو ولایتي چارواکي په دې تورن کړي چې د طالبانو سره لاس لري.

په حکومت کې د طالبانو نفوذ تر دې وړاندې هم بهرنیان او هم حکومت اندېښمن کړی دی.

ویل کیږي چې طالبان د امنیتي ځواکونو او حکومت دننه پراخه نفوذي ملګري لري چې وخت پر وخت ترې خپل کار اخلي.

د اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په کابل کې د بریدونو د زیاتېدو سره ویلي وو چې طالبان په حکومت کې پراخه نفوذي کسان لري او د نفوذي کسانو له همکارۍ او ملګرتیا پرته د کابل په مرکز کې هیڅ ډول چاودنه او عملیات نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x