نظــر

د خوست والي عبد الجبار نعيمي تر تلو ورسته په خوست كې د ګڼو شخړو احتمال

abdul jabar naeemiتاسو ټولوته بهتره معلومه ده چې كله هم خوست ته عبدالجبارنعيمي د والي په توګه راغلى بياتراوسه په خوست كې د پرمختګ كار نه دى شوى، يواځې څو كاره شوي، د يوه روزنتون چارديوالي چپه شوې، د پوهنتون په  دروازه كې د يوه څلي پرجوړولو پيل شوى، او دلته د پوهنتون په دروازه كې د يوې چارديوالۍ د جوړولوچارې پيل شوي، نور نو څه شوي، هغه د كوچۍ بوډۍ خبره چې نور زما … شوى، او رښتيا دوه نور كارونه هم شوي، د ولايت پرمقام يوه لوحه لګول شوې، او په خوست كې لس كاله وړاندې يو جوړشوى پارك هم د چاپړوسۍ له مخې د رباني په نوم نومول شوى،

والي د خپلو نږدې ملګرو لپاره هم يو څه كار كړى او هغه هم دا چى دولس سوه نمرې يې پر اتلس سوه بدلې كړى او ډېرنږدې ليوان بښنه غواړم دوستان يې پرې ونازول.
كنه د دولس ترڅنګ د بي او سي پروژو  پوښتنه خود وكړي ياخودې كړې وى هلته ګټه ورته نشته ځكه.
د مبطوعاتو په ډګر كې يې بيا نه هيريدونكى كاركړى او هغه دا چې يوه ورځپاڼه يې هم پيل كړه چې د خوست اوسيدونكي ورته د والي احساس وايي، دا ځكه ورته وايي چې والي د ورځې هرڅه وكړي سباپرې دا ورځپاڼه ډكه وي، د دې ورځپاڼې يو مشرخويې هم پر لويوغرونو ور واړه دا ځكه چې يوه ټولنيزه مسئله چې د عبدالجبارنعيمي ستاينه پكې نه وه شوې، چاپه كړې وه، خو رښتياخبره دا ده چې اوس د والي احساس له امله خلك ورځپاڼوته پدې نظر ګوري چې يواځې د والي مثبت كارونه چاپوي او ورځپاڼه بله دنده نه لري، الله دې نورخلك وبښي، ولس اوس داسې فكر كوي چې ( ورځپاڼه  =_ د والي … ) كه الله كړى خير وي بيا به په خوست كې څوك د ورځپاڼې نوم وانه خلي، ځكه چې اولې  ورځپاڼې يې ډېر ښه تاريخ پريښود.
د خوست قهرمان والي نعيمي يوبل كار هم وكړ د خوست ټي وي او راډيو له خبرو يې هم خلك بي زاره كړل، يوه ورځ د ولايت مخې ته يوه موټر ته ورپورته شوم، پدې وخت كې  ولايت مقام ته د والي د راتلو علامې شوې، ټول ترافيك په ټپه ودريدل، په موټر كې ناستو خلكو وويل چې بايدموږ هم ودريږو ځكه كه الله راباندې په سترګو دا والي وويني، له ناستو كسانو ماپوښتنه وكړه چې ولې تراوسه مو والي نه دى ليدلى، ټولو وويل چې په ټي وي كې مو مخكې كتو خو اوس مو د ده  د ډېرو خبرونو له لاسه په ټي وي كې د خوست خبرونه بند كړي او جريمه مو پرې ټاكلې ده.
داسې وشول په خبرونو هم په كورونو كې بنديز ولګيدو، والي صاحب د خداى لپاره لږ خو په خبرونوكې بل چاته هم ځاى وركړئ،  د ورورى مشوره مې ومنه اخر…
 د والي په كارناموكې يوه مهمه كارنامه بله هم پاتې ده او هغه دا چې د تېرو واليانو ګڼې پروژې يې پرانستلې، او ښه بريتونه پرې غوړ وي.
لنډه دا چې خوست والي خو يوه نه يوه ورځ له خوست نه ځي دا چې دى لاړ شي، د څه څه پيښدو احتمال دى؟؟؟
دا ډېر څه كيداى شي خو مهم يې اوس ځكه دلته بيانوم چې په هغه كې د وژنو او برباديو ويره ده.
اول   –   د منګلو او مقبلو ترمنځ شخړه،
دويم  –  د ګربزو د نصرالدينواو بوريخېلو،
 دريم  –  د ورزې او حيدرخېلو،
 څلورم –  د شمل او ګربزو ايږدنوالو.
دا ولې د دې يادونه اوس له وخته وړاندې يادوم ډېر مهم دي ډېر مهم او ډېرمهم.
كله چې خوست ته عبدالجبارنعيمي د والي په حيث راغلو د خلكو د زړونو د خپلو لپاره يې د يادو قومونو ترمنځ د روغې خبرې وكړې لنډه دا چې په يوه چل او هنريې له هغوى يوه اندازه وسلې هم راټولې كړې، خو له هغه وخته تراوسه خوست والي عبدالجبارنعيمي نارې سورې وهي چې دا لويې لويې شخړې مې هوارې كړي او زه ډېر نوموتى او قهرمان والي يم.
ګرانه والي او ګرانو خلكو د شخړې په هيڅ صورت نه دي هوارې شوې، بلكې د څه موده لپاره په يوه بله بهانه درول شوي دي، د هغوى ترمنځ پريكړې نه دي، شوي، خبره ختمه نه ده هرڅه په هغه پخواني حال پاتې دي، هغه څه چې پرې لانجه وه نه د يوه شوه نه د بل شوه، د الله په خاطر والي صاحب د الله په بندګانو لږ رحم وكړه، ته خو نور نو لدې ولايت نه ځې دا دې څه وكړل، تا خو د هغه چامخه هم نيولې چې كولاى يې شول د يادو خلكو ترمنځ روغه وكړي او مسئلې يې ورحل كړي.
اوس چې ته له خيره له خوست نه لاړ شې، او په دې خو ښه پوهه يې چې دا شخړې او جګړې به بيا پيل شي نو ستا لپاره به څه ښه كريډېټ وي، او هغه دا چې ته به وايي:
زه چې په خوست كې والي وم دا شخړې هيڅ نه وې، زه ډېر تكړه او غښتلى سړى يم، نور واليان غريبان به د سرښو په منډكې ښخ كړې او ته به نور كريډېټ هم واخلې ځكه بيابه يې پړه د هغه وخت پروالي اچول كيږي.
خلك او اداره خبره نه ده چې ولله كه دا ولي دومره وړتياهم لري چې له مسلمانانو خوستوالوسره وګوري، دى په ولايت كې ځان نه شي بسياكولاى نو ګرم يې ځكه نه بولم د مقام په دروازه كې يې لوى لوى سړي ورځې ورځې انتظار وكړي او د والي په ليدو بريالي نه شي. ځكه خو يې د ځان لپاره  مرستيال هم د بل ولايت نه راوستى، كنه په ټول افغانستان كې خو اصول دا دي چې كه والي د بل ولايت وي نو مرستيال خو خامخا د همغه ولايت اوسيدونكى وي، والي كار ځكه كړى چې بيايې رازونه او په چارو ښه برياليتوب نورو خوستوالو ته ورمعلوميږي.
او په خوست والو كې دا حياده چې تر دوو كالويې دا مسئله ورسره مطرح نه كړه چې والي خوته يې خو دغه مرستيال صېب دې ولې ځان ته د بل ولايت نه رواستى دى او هغه هم بي …..

ليكوال : ارمان تڼى كابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x