ورزش

کمزوري بنګلادیش ۱۶ کاله پس پاکستان مات کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د بنګلادیش کرکټ لوبډلې ۱۶ پس پاکستان ته په ۷۹ منډو ماتې ورکړه او د دواړو لوبډلو تر منځ ۳ سیالیو کې يې لومړنۍ سیالي وګټله.

په ۱۹۹۹ز کال په نړیوال جام کې بنګلادیش پاکستان په لومړي ځل مات کړی و او تر هغه وروسته ۱۶ کاله مسلسل پاکستان سیالۍ ګټلې.

نننۍ سیالۍ کې پچه بنګلادیش وګټله او لومړی توپوهنې پریکړه يې وکړه.

بنګلادیش پیل ورو و، لومړۍ ویکټ یې په ۴۸ منډو او دوهمه ویکټ یې په ۶۷ منډو د لاسه ورکړه. وروسته تمیم اقبال او مشفق الرحیم تېزه لوبه پیل کړه، دواړو لوبغاړو په ګډه تر ۲۴۵ پورې منډې وروسولې.

تمیم اقبال د ۱۵ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۱۳۲ منډې جوړې کړې او د وهاب ریاض په بال کېچ وسوځېد. تر هغه وروسته مشفق الرحیم او شکیب الحسن لوبه پیل کړه، مشفق الرحیم هم سلیزه ووهله او د ۱۳ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

د بنګلادیش لوبغاړو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۲۹ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۳۳۰ منډې هدف وټاکلو. د پاکستان له لوري وهاب ریاض ۴ او راحت علي ۱ ویکټ واخېستله.

د ۳۳۰ منډو په ځواب کې د پاکستان د پیل لوبغاړو ښه لوبه پیل کړه. لومړنۍ ویکټ یې په ۵۳ او دوهمه يې په ۵۹ منډو د لاسه ورکړه. وروسته کپتان اظهر علي ښه لوبه پیل کړه. هغه په ۷۳ بالونو ۷۲ منډې جوړې کړې.

حارث سهیل او محمد رضوان نیمه سلیزې ووهلې او نورو لوبغاړو چندان د پاموړ لوبه ونه کړله.

پاکستان خپل ټول لوبغاړي په شپږ څلویښتم اور کې په ۲۵۰ منډو د لاسه ورکړل.

د بنګلادیش د لوري عرفات سني او تسکین احمد درې درې لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x