ورزش

این ایف سي ټایګرز لوبډلې د (NFC میلیون جام) سیالیو اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د این ایف سي ټایګرز لوبډلې د میلیون جام سیالیو په پایلوبه کې د ایرو بازانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پای لوبې پچه د این ایف سي ټایګرز لوبډلمشر حمید حسن وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ایرو بازانو لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۱۰۲ منډې جوړې کړې.afg league runner

خبرپاڼه زیاتوي چې ایرو بازانو لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د حمزه هوتک د بریدګرې توپ اچونې په پایله کې یې په لومړنیو اورونو کې خپلې څلور ارزښت لرونکې ویکټې له لاسه ورکړې. دوی په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۸۸ منډې جوړې او سیالي یې این ایف سي ټایګرز لوبډلې ته وبایلله.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ګلبدین نایب ونومول شو.

د میلیون جام سیالۍ ته نن  زرګونه نندارچیان د لرې پرتو سیمو څخه راغلي وو.

په افغانستان کې کرکټ ورځ تر بلې پرمختګ کوي او مینه وال یې زیاتیږي.afg league crowd

د شننونکو له قوله د هېواد په کچه د سیالیو برابرول یو ښه ګام دی او ددغې لارې افغان ملي کرکټ لوبډله کولای شي ښه لوبغاړي ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x