
په شرعي بڼه د دنيا ګټل د نيکمرغه ژوند راز دی (1)
لیکوال: لقمان حکيم حکمت
لومړې برخه ( ۱ )
تجارت او عبادت :
د نورو مذاهبو په څېر عبادت په اسلام کې دلمونځ او دروژې يا نورو روحاني کيفيتونو اوحالتونونوم نه دی ، بلکې عبادت په اسلام کې خورا محيط ترينه کلمه ده چې د انسان د ژوند هر اړخ ته کامل اوعام تام شمول لري ، که مونږ د خپل ژوند ژواک هراړخيزې اړتياوې په داسې څېر بشپړ کړو چې د الله تعالی رضا او خوشحالي پرې وګټو ، دېته عبادت ويل کيږي ، که هغه دوکانداري وي ، که د تجارت بل هر ډول وي ، ولو که خپلو بچو سره لوبې ټکالې ولې نه وي خو چې موخه يې د الله رضا وي دابه عبادت وي .
له همدې کبله که مونږ ګرد تجارتي لېن دېن او د پلورلو او پېرودلو کم او کېف اړوند چارې يې د الله پاک د راستولي دين او مبين شريعت د راښولې اصولو او ضوابطو سره سم تر سره کړو ، نو الله پاک به يې رانه په عبادت قبولي کړي .
پرهيزګاري او د دنيا حقارت او ورڅخه کرکه :
نن مهال چې انسان د دنيا په عشق څومره مبتلا دی او د دنيا د محبت څپاند موجونه يې د نظر په هر لوړ بې سارې بوړبوړکۍ چې د لحظاتو ژوند لري راپورته کړي دي ، خپل مينه ګرکي يې د ځان پسې ړانده او کاڼه کړيدي ، د روا او ناروا هيڅ اسلامي معيارونه نه ييژني ، او که څوک يې پيژني د د نياوي لالچ له امله يې غوبل کړيدي ، تر دې حده يې وروسول چې د ژوند ګرد تريو تريخ شيبو ته يې جوړ کړل ، غونې ترې ځيګ راولاړ شي ، خو ددې ټولو کیفيتونو د جريان سره سره بيا هم د اسلام وړانګين دين دنيا ته لوبې او دوکه ، زر زايله کېدونکی ډول او سينګار ويلي دي .
خو ددې باوجود ټولو قراني اياتونو او نبوي نيکو ارشاداتو د دنيا له فتنې څخه ډارولي يو ، او بار بار او لحظه په لحظه د د نيا د محبت په اښته کېدو څخه يې راته د ځان ژغورنې لا تعداده پندونه او د تېرو قومونو څخه د عبرت اخستنې په رنګارنګ زړه راښکوني فصيحه اسلوبونو باندې مخاطب کړي يو .
يواځې دا نه بلکې قراني سپېڅلو اياتونو او پاکو مقدسو نبوي حديثونو راته دنيا او اخرت پرتله کړی دی ، او د شننې پاي په دې تمامه شوېده چې د اخرت زندګۍ دوامداره ، براقراره ، نه ختمېدونکې او سرمدي ده .
او د دنيا زندګي که هرڅومره درازه شي ، ځان وغځوي پاي او اختتام لري ، هيڅکله نه د چا د بدو کردارونو له مخې وفاء کوي او نه ورپکې هغه تل ژوندی پاتې وي چې د نيکو اخلاقو سمبول او د تر څنګ يې د الله پاک په عبادتونو بوخت وي .
نبي کريم – صلیالله علیه وسلم – کله د د نيا قلت او لږوالي مثال دې سره ورکړې دی چې لکه انسان چې په سمندر کې د خپل لاس يوه ګوته ښکته کړي نو څومره اوبه چې د ګوتې سره راوخيژي همدغومره د دنيا د قلت مثال دی .
خو ولې د زيات حقارت او ډېر نکارت له مخې په بل ځای کې دنيا د مردار حيوان چې هر څوک ترې نفرت او د خوراک څخه يې زړه بدې راپورته کيږي ورله تشبيه ورکړې ده .
له همدې کبله نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – د ژوند په ټولو مراحلو کې خپل د ژوند ملګرو او ځمونږ سپېڅلو پېشوايانو او د لارې مشالونو ته د سم دروست منزل ته د ورتګ چې فناء نه لري د ځان وررسونې ارشادات کړيدي ، حتی چې خپل ځان یې هغوی ته په دنيا کې د هغه مسافر په څېر ورپېژندلی دی چې په لارې کې سيوري ته دمه اخلي خو پوړدارې مانې پرې نه ودانوي نو داسې په دنيا کې د تل پاتې کېدو سوچونو په چروت کې تاسو هم ماڼې مه ودانوئ بلکې اخرت ته هم لږ غور وکړئ .
او په دې کې هم شک نشته چې صحابه کرامو ته متوجه نبوي ارشادات مونږ ته هم متوجه اوامر او لارښوونې دي ، نبوي ارشاداتو مونږ په دې زيور ښايسته کړي يو چې هغه انسان ته مبارک باد دی چې د ايمان په شتوالي کې ورسره د ورځې او شپې د خوراک څه اندازه شتون ولري .
ددغې ټولو خبرو څخه موخه له دنيا څخه داسې کناره کشي نه ده چې دومره ورته شا کړئ چې له ولږې او تندې مو سا ووځي او يا هم دنيا د داسې عبادت کولو په خاطر د خپو لاندې کړئ چې د نبوي ارشاداتو له وړانګو او ځلا څخه په تورتم کې وي او هغه داسې چې د حلال رزق ګتل او ورپسې زيار او کوښښ ويستل دعبادت په څېر نه بلکې خپله عبادت دی ، او الله پاک ورباندې انسان ته اجرونه او ثوابونه او نورې رنګارنګ نېکې بدلې ورکوي .
د دنيا د ګټلو سره سره بايد په انسان باندې د اخرت فکر غالب وي ، هغه بايد داسې هېڅکله نه شي چې په اخرت يې دنياوي سوچونه او تله ترازو درنه وي ، په دې خاطر چې دنيادار شي او په هر چا وځليږي ، نوم يې په دنيا د دنيا لپاره روښانه شي ، د الله پاک له پلوه ورته متوجه اوامر ريزمريز کړي ، لمونځ ، زکات ، او حج او نور مالي او نفسي عبادتونه د دنيا د زوال او ضياع سبب بولي .
دغسې انسان بيا په رښتیا هم چې د انسان په شکل او صورت کې د بشپړ حيوانيت او لا وبالۍ ترجماني کوي ، د دنيا له کبله د الله پاک له ياد نه په دنياوي مصروفيتونو بوخت انسان علي – رضي الله عنه – د حيوان په نوم پېژني ، هغه وايي :
بُنَيَّ اِنّ مِنَ الرّجَالِ بَهِيْمَةٌ * فِيْ صُوْرَةِ الرّجُلِ السَّمِيْعِ المُبْصِرِ
فِطِنٌ بِکُلِّ مُصِيْبَةٍ فِيْ مَالِهِ * وَاِذَا اُصِيْبَ بِدِيْنِهِ لَمْ يُبْصِرِ
ژباړه : ځويه ! ځينې داسې خلک دي چې د ليدونکي او اورېدونکي انسان په هيئت او شکل کې ژوندی وي خو ولې هغه پوره حېوان او وحشي درينده وي .
د خپلې مالي پانګې د تاوان او کمښت په هر راز رنځونو باخبره او چست ځېرک وي خوولې د خپل ديني کمښت او زوال نه ړوند او ناخبره او بې غوره وي .
بلکې دنيا د اخرت د ګټې وټې ذريعه جوړول د انسان د فلاح او بهبود روښانه لاره ده ، دنيا د اخرت د ګټلو لپاره د کشت او کر په اوبو خړوبه ځمکه جوړول په کار دي .
رزق او تقسيم :
روزي ورکونه د الله پاک صفت دی او د هغه په لاس کې ده ، دخپلې مرضې سره سم يې چا ته زیاته روزي ورکوي او چې وغواړي چا ته لږ خواړه ورکوي ، الله پاک فرمايي : ﴿اللَّـهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُوَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ﴾( سورت رعد : ٢٦ ) .
الله پاک د خپلې خوښې سره سم چا ته ډېره او چا ته کمه روزي ورکوي ، که څه هم دا خلک د دنيا په ژوند خوشحاله دي خو په اخرت کې د دنيا ژوند له څکې پرته نور هيڅ نه دي .
او د رزق په دې ډول ورکونه کې د الله پاک خپل بالغ حکمتونه دي چې د ځينو ادراک انسان د وحي او له وحي سره سم مناسب کله کله د عقل له لارې هم کوي خو ولې نور ډېر داسې حکمتونه وي چې د ذهني محيط څخه يې بهر وي .
دا چې ولې الله پاک هر انسان پوره غني نه دي پېدا کړی ؟ د ماليت له نګاه نه ولې په انسانانو کې دغه توپير کړی شوی دی ؟ په مال او دولت کې ولې انسانان سره خپلمنځنې احتياجات لري ؟ دا ټولې پوښتنې الله پاک په ښه توګه جواب کړيدي ، الله پاک فرمايي :
﴿لَوْ بَسَطَ اللَّـهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَـٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴾ ﴿سورت شوری : ٢٧﴾.
که روزي او رزقونه الله پاک په ځمکه کې هر خپل بنده ته پراخه پرېمانه ورکړی وی نو دوی به په ځمکه کې اړې ګړې او تخريبکاري کړې وه .
نور داسې نبوي حديثونه هم د حکمتونو په دې باب کې ځليږي او وړانګې يې عقلونه لا پسې روښانه وي چې الله پاک د خپلو ځينو بندګانو ته مالداري ځکه ورکوي چې که ناداره او بې وسه يې کړي کافر اود الله څخه منکرترې جوړيږي ، او ځينې نور بندګان ځکه ناداره ا و غريب غربه کوي چې که په دنيا يې موړ کړي بغاوت اود الله پاک له حدودو څخه تېری او انکار ترې راولاړيږي ، او دې حکمت ته هم په صحيح حديث کې اشاره شوېده .
له مداره يې دا حکمت هم څرخيږي چې الله پاک په دنيا موړ انسان د دنيا په وږي ازموي ، او په دنيا وږی او بې چاره انسان د دنيا په موړ ازموي چې په ازموينه کې به د بريالتوب نقطه څوک تر لاسه کوي ، يو او که دواړه ؟؟
نور ګن شمېر حکمتونه چې د شرعي کتابونو د بيوعو به بابونو کې شتون لري .
خو بهر کيف د چا ځولۍ چې له دنيا څخه ډکه وي هغه دې د الله پاک جامعه شکريه ادا کړي او په ښو او نېکو جامعو کلماتو دې د الله پاک ثنا ووايي ، ترڅو د نعمتونو د شکر په ادا کولو د جنت جوګه شي ، ځکه چې د شکرګوزار انسان سره د الله مينه اومرسته وي.
او نور هغه د الله بندګان چې د ژوند هر لمحه يې فقر او فاقت ، د زندګۍ هر لحظه يې خواري او غريبي ، ستړي ستومانتيا وي بايد په دې مرحله د الله پاک نه راضي او خوشحاله شي او له دربار څخه يې د پاکې حلالې او خوندورې روزۍ سوال زاري وکړي .
که بډا بډا وي او خوار خوار وي خو په زندګۍ کې به هیڅ چرته هم له رزق او روزۍ څخه محروم پاتي نه شي تر څو چۍ پرې د ژوندي اطلاق کيږي ، د تقدير له مخې به ورته خپله مقرره برخه که د ځمکې په تل کې ولې نه وي خو وررسيږي ، د نبي کریم صلی الله عليه وسلم ځلانده ارشاد دی فرمايي : ﴿ لَنْ تَمُوْتَ نُفْسٌ حَتّی تَسْتَکْمِلَ رِزْقَهَا ﴾ ( صحيح الترغيب والترهيب : ۱۷۰۲ ) . تر هغه انسان نه مړ کيږي تر څو خپله مقدره او معلومه د رزق حصه پوره نه کړي .
هيڅ څوک د چا مقدّره روزي نه شي خوړلای او نه يې ورڅخه په کمښت کې کوم رول لوبولای شي ، او نه يې د زيادت مخه نيولای شي ، څومره چې د انسان په تقدير او برخليک ايمان زياتيږي هومره يې ايماني زيادت او د رزق او روزۍ دروازې پراخه کيږي .
انسان لا د مور په نس کې وي چې د رزق ا وروزۍ ټوله اندازه يې د الله پاک له پلوه د ورته راستول شوې ملائکې په منځګړينه نوشته شي .
په ابوداود کې د ( ۴۷۰۸ ) صحيح حديث له مخې د ولادت په مهال د انسان عمر او زندګي ، خوراک او څښاک ، سعادت او شقاوت وليکل شي .
له تېرې څېړنې او مدلّلي شننې څخه مو لاس ته راوړنه داده چې کله هم الله پاک د انسان لپاره رزق او خورک او د ژوند اړوند ګرد کيفيتونه مقدر او لیکلي دي بايد انسان پخپلو ديني واجباتو کې ناراستي او تنبلتوب ونه کړي ، هيڅکله د دنيا په ګټلو کې د ديني عبادتونو او ورته متوجه اوامرو نه بې غوره او لا وباله نه شي ، او نه هم د خپلو بچو اړوند تش په خوله او کمزوري انساني عقلونو له مخې رائجه فلسفه تاييد نه کړي چې يا په ديني زده کړو کې روښانه مستقبل نشته ! يا ځلانده راتلونکی يواځې د دنيوي علومو اړوند منحصر بولي ! او….
هغه خلک چې دا فکره تثبيتوي او د جولاګي د کور په څېر په سست عقلي دليلونو يې تاييدات کوي ، امام شافعي – رحمه الله – يې يې فلسفه د خپل حکمت په تبرګي ريشه ريشه کړېده هغه وايي :﴿ مَنْ طَلَبَ المَالَ بِالکِمْيَاءِ أَفْلَسَ ﴾ که د کيمياء د لارې څوک مالي پلټنې کوي نور به هم بې چاره شي .