افغانستان

بدخشان: قومي مشران او سیمه‌ییز چارواکي طالبانو سره مرستې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې وروستیو جګړو کې قومي مشرانو او ولایتي چارواکي د طالبانو سره مرستې کړي دي.

د بدخشان ولایت د تېرې جمعې په ورځ جګړه کې د دولتي سرچېنو له قوله لږ تر لږه ۲۷ عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول. طالبانو بیا د وژل شوو شمېر ۴۹ ښودلی دی. هغوی ویلي چې په جګړه کې یې ۱۳ پوستې او ډیری وسلې او موټر «غنیمت» نیولي دي.

د ولسي جرګې ځېنې وکیلانو بیا ویلي چې د بدخشان ولایت په جګړه کې تلفات تر هغه ډیر دی چې دفاع وزارت اعلان کړي. هغوی ویلي چې د جرم ولسوالۍ په جګړه کې تر ۶۰ پورته عسکر وژل شوي دي.

د بدخشان امنیه قومندانۍ لخوا خپور شوی یو مکتبوب وايي چې په جرم ولسوالۍ کې سلګونو قومي مشران او سپين ږیري د طالبانو ملاتړ کړی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د امنیت د خرابولي په تور ۱۳ کسان نیولي وو خو دغه کسان بیا د قومي مشرانو په فشار بېرته خوشې شول.

په مکتوب کې ویل شوي چې د جرم ولسوالۍ سلګونه قومي مشران او سپين ږیري د بدخشان ولایت مقام ته ددغو کسانو د خلاصون لپاره راغلي وو او له همدې کبله يې ۱۰ نیول شوي کسان خوشې کړل او ۳ لا هم بندیان دي.

په عین حال کې د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان د ولایتي شورا رییس د طالبانو سره په مرستې تورن کړی دی.

هغه ویلي چې د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري د طالبانو سره لاس لري او ددغه ولایت په نارامۍ کې د هغوی مرسته کوي.

بابه جان زیاته کړې چې یو شمېر دولتي مسوولین طالبانو ته د مهمات د لېږلو زمېنه هم برابروي او حتا ځېنو دولتي کسانو د طالبانو یو ټپي قومندان کابل ته د تداوۍ لپاره لېږدولی و.

طالبانو څخه د ولسي ملاتړ په اړه تېره ورځ د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي هم اندېښنه څرګنده کړې وه. هغه ویلي وو چې ولس د دوی پر ځای د طالبانو سره مرسته کوي.

«خلک له موږ سره مرسته نه کوي بلکې له طالبان سره مرسته کوي او له هغوی ملاتړ کوي، موږ نه پوهیږو چې ولې؟»

په ملکي او نظامي ادارو کې د طالبانو نفوذ حکومتي چارواکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

دولتي چارواکي وايي چې طالبان د خپلو نفوذي ملګرو پر مټ پراخه عملیات کوي او په وروستیو کې د بره‌کي برک امنیه قومندان د یو شمېر پولیسو سره د طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شو.

د اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په کابل کې د بریدونو د زیاتېدو سره ویلي وو چې طالبان په حکومت کې پراخه نفوذي کسان لري او د نفوذي کسانو له همکارۍ او ملګرتیا پرته د کابل په مرکز کې هیڅ ډول چاودنه او عملیات نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

دتالیبانو سره الله دکامیابی واده کړی ده،او دخلګو په زړونو کی ځای نیولی دی
لانت دی وی پر مردارخورو امریکایانو او ګوډاګیانو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x