دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې (26)

لیکوال: عبد الغفار جُبیر

او اوس الحمد لله د قرانکریم پر هر قانون باندی پوره څیړ نې شوید ی، چی داڅیړنی د مسلمانانو له خوا څخه یواځی نه دی شوی بلکه غیرمسلمانانو هم په دې کی ډېره پوره دلچسپې او محنت کړیدی، چی په زرهاوو ټوکه کتابونه، په زرهاوو ژبو ورباندی لیکل شویدی؛ چی په اوسنی وخت کی زیاتی څیړنی دلویدیځ والو له خوا څخه شویدی او له همدې کبله په ټول لویدیځ کی داسلام دمبارک دین شُغلې ډېرې په تېزۍ سره روانی دی، او هره ورځ ډېر خلک د اسلام په مبارک دین باندی مشرفه کیږی، او هم دې ساینس پوهانو د اسلام د خلاصون دروازه پرانستې ده، او د خپل علم، پوهې او فلسفې مطابق یې څیړنی روانې کړي دی، چی ډېرې څیړنې اوحقایق ئې خپاره شویدی چی په دې ترڅ کی ماهم د (قران او نوې ساينسی څېړنې) یوه لړۍ پیل کړېده، چی ډېرې لیکنې اوحقایق خپاره شوی او لا به خپاره شی چی ډېر ژر به ، په پرلپسې توګه سره ټول ټوکونه ستاسو تر لاسونو پوری در ورسیږی، تر څو د پوهې تنده مو پرې ماته شی، د هیلو غوټۍ مو نوره هم وغوړېږی، او د علم مړاوې ګلان مو تازه شی او خپله پوره استفاده ورڅخه وکړی۔

ټولې نړۍ ته دا جوته ده چی حجاب څومره ارزښت ، عزت او ګټې لری، او دا د حجاب موضوع په مسلمانه او غیر مسلمانه نړۍ کی د رسنیو یو تود بحث ګرځېدلې دی؛ د اسلام ضد عناصر دا کوښښ شپه او ورځ کوی چی اسلامی حجاب بند کاندی، او مسلمانان چی پر یوه الله جل جلاله ایمان لری او یواځی او یواځی د الله جل جلاله قانون ورته غوره او محبوب دی، او دائې یواځنۍ د ژوند ارزو ده، نو ځکه دا د الله جل جلاله امر، یو شرعی حکم او یو اسلامی امر دی او ټوله اسلامی نړۍ حجاب فرض بولی او فرض دی، حجاب د ټولنې لپاره اړین دی، او دا حجاب د لوی څښتن جل جلاله له لوری یوه لورینه ده، چی د مختلفو علومو پوهانو او څیړونکو پکښې څیړنې هم کړیدی او د قرانکریم د حجاب وحکم ته ئې نوره ځلا او ښکلا وبښله، او په حجاب کی نغښتې فلسفه ئې ټولې نړۍ ته روښانه کړل؛ د علم الاخلاق (سلوک پوهنه) څیړنو دا ثابته کړیده چی حجاب د ډېرو فسادو د مخنیوی لپاره یو سپر دی، او د زنا، د ښځو د تښتولو، د ښځو د بې عفته کولو، د ښځو سره د حیوانی چلند او نورو فحاشاوو د خپرولو لپاره حجاب یواځنی درملنه ده۔

نور بیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x