ما ولي اسلام قبول کړ؟ (۳)

ژباړه او غور چاڼ: عبدالغفار جُبیر

ښځه په اسلام کي

له یهودیت او عیسائیت څخه مي نفرت وشو نو غوښتل مي چي په اسلام کي دښځې په هکله څیړنه وکړم خو الحمدلله کوم حیثیت چي الله جل جلاله ښځې ته په اسلام کي ور کړی دی په بل هیڅ دین کي نشته لکه:

۱: الله جل جلاله فرمایی:
{وَقُل لّلْمُؤْمِنَـٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَـٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءابَائِهِنَّ أَوْ ءابَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِى إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِى أَخَوٰتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّـٰبِعِينَ غَيْرِ أُوْلِى ٱلإِرْبَةِ مِنَ ٱلرّجَالِ أَوِ ٱلطّفْلِ ٱلَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُواْ عَلَىٰ عَوْرٰتِ ٱلنّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُواْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَ ٱلْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ }.(سورت النور۳۱ ایات)۔

ژباړه:

او ووایه (ای محمده) ایماندارو ښځو ته چي پټې دي کړی له (نا محرمو څخه) سترګې خپلې او ښه ټینګ دي وساتی فرجونه سترونه خپل (دمحرماتو په مقابل کښې) او نه دي ښکاره کوي زینت او ښایست (او ځای دښایست) خپل مګر هغه چي ښکاریږي له دغه (زینت څخه په و خت دکسب او کار کښې) او وادی چوی ټکری(پورڼی) خپل پر ګریوانونو خپلو(چي سینه يې ښکاره نشی) اونه دي ښکاره کوي زینت ، ښایست (اوځای دښایست) خپل هیچاته مګر دپاره دمړونو (خاوندانو) خپلو ته یازامنو او لمسیو خپلو ته، یا زامنو د مړونو خپلو ته، یا وروڼو خپلو ته یا هغه چاته چي مالک شویدی (د هغه) ښې لاسونه ددوی یا هغو تابعانو ته چي نه وی خاوندان د حاجت ښځو ته له سړیو نه یا هلکانو هغه ته چي نه وی خبر (دوی) پر اسرارو د ښځو او نه دی وهی (دا ښځې) پښې خپلې دپاره ددې چي معلوم کړشی هغه څیزونه چي پټوي يې دوی له زینت، ښایست (ګاڼې) خپلې او راجع شی توبه وباسی تاسی الله ته ټول ای مومنانو!!! دپاره ددې چي تاسی ښېګڼه او خلاصی ومومی (په دارینو کي) ۔

په اسلام کي ښځو ته د حجاب امر شویدی چي دا د دوی پر عفت باندی دلالت کوي، داسی نه لکه په یهودیت اوعیسائیت کي چي سردي وخریل شي .

وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٢٢٨﴾

ژباړه: او طلاقي کړل شوی ښځي دي انتظار کوي په ځانو خپلو (له نکاح نه تر) دریو حیضو پوری اونه دي روا دوی لره چي پټوي به دوی هغه شی چي پیدا کړی دی الله په ارحامو د دوی کښې (له ولده یاحیضه) که وي دوی چي ایمان لرونکي وي په الله اوپه ورځي آخري (دقیامت) اومړونه ددوی ښه لائق دي په بیاکولوددې ښځوپه دې (موده) کښې که اراده لري دوی دجوړښت (په خپلو منځو کښې) اوشته دې ښځولره (حقوق پرمړونو) باندی په شان دهغو(حقوقو) چي په دوی دی (دخاوندانو) په ښه وجه سره اوشته نارینه ؤلره په دې ښځو باندی بهتر والی.

۳: فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ ۖ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ ﴿١٩٥﴾ سورت آل عمران: ۱۹۵

ژباړه: پس قبولي کړې دوی لره (دا دعاوې)رب ددوی بیشکه زه نه ضایع کوم عمل دهیڅ عمل کوونکي له تاسی که نارینه وي یاښځه وي ځینی ستاسی دی له ځینو نورو سره یو ئي.

۴: وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿٣٢﴾ سورت النسآء: ۳۲

ژباړه: او ارمان مه کوی تاسی دهغه شي چي غوره ګرځولی دی الله په هغه شي سره ځینی له تاسی پرځینونورو،شته نارینه ؤلره برخه په سبب دهغه عمل چي کړي وي دوی اوشته ښځولره برخه په سبب دهغه عمل چي کړي وی دوی اوسوال کوی تاسی له الله نه له فضل دده بشکه چي الله دی پرهرشی ښه عالم .

۵: وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴿١٢٤﴾ سورت النسآء: ۱۲۴

ژباړه: اوهرڅوک چي عمل وکړی له (ځینو) نیکو(کارونو)له نارینه ؤاوله ښځو حال داچي دی مؤمن وي نودغه (نیکوکاران) به داخل شي په جنت کي اوظلم به ونشی په دوی دنقیرپه اندازه(هیڅ ظلم به پردوی ونشی)

۶: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٧١﴾ سورت التوبه: ۷۱)

ژباړه: اوسړي مؤمنان اومؤمناني ښځې ځینی ددوی دوستان دي دځینونورو حکم کوي دوی په نیکيو اومنع کوي له بدیوچي اودروي لمونځ اوورکوي دوی زکات اوحکم مني دالله اودرسول الله دغه کسان ژربه رحم وکړي په دوی الله بیشکه چي الله ښه غالب قوي دی ښه دحکمت خاوند.

۷: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿٩٧﴾ سورت النحل: ۹۷

ژباړه: هرچاچي وکړنیک (عمل) له نارینه ؤڅخه یاله ښځوڅخه حال داچي دی مؤمن وي نو خامخا ژوندون به ورکړو هرومرو هغه ته ژوندون طیبه اوخامخاجزابه ورکړوهرومرو دوی ته اجرددوی په ډيرښه دهغو سره چي وودوی چي کولی به يې.

او دا سی نور…

په قرآن کریم چي چيری دنارینه بیان شوی دی هلته ښځه هم ورسره بیان شویده، که نارینه نیک کار کوي او که ښځه نیک کارکوي، که ښځه بد کار کوي او که نارینه بد کار کوي، د حجاب حکم تر ښځو مخکي ونارینه ؤته شوی دی او په دوهم ځل کي ښځو ته شویدی، اصلي اورښتنی مساوات او عدل په اسلام کي شته له دې څخه علاوه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثوکي هم دښځوډېرفضیلت بیان شوی دی، چي تراوسه مي لاهغه نه دي کتلی.
په اسلام کي زښته ډېرکتابونه ماولوستل په اسلام کي مطالعه دومری پراخه ده چي نه سل کتابونه دی نه زرکتابونه دی اونه هم لک کتابونه دی دهرعالم لیکنې وخپل ځانته اصول لري خودیوه عالم خبره به د قرآن خلاف نه وي، زه داسلام یوبل شی هم حیران کړم، هغه داچي په اسلام کي دډير ښې ګڼو څخه علاوه داښې ګڼي او مصلحتونه هم شته:

۱: ددین حفاظت اوساتنه، ددې لپاره په اسلام کي عبادات شته او ددین دساتلو لپاره تبلغ اوجهاد فرض کړل شوی دی.

۲: دنفس حفاظت اوساتنه، که یوڅوک په اسلام کي بل مسلمان قتل کړي هغه ورباندی قصاص کيږي داځکه چي بل څوک بیاداسی بې عقلي ونکړي.

۳: دعقل حفاظت اوساتنه، داهم په اسلام کي ډېر مهم رول لري، ټول نشیي توکي په اسلام کي حرام دي او د شرابو او نور نشیي توکوداستعمال لپاره سزا ټاکل شویده.

۴: دنسل ساتنه، داهم په اسلام کي ډېرمهم رول لري، له همدې کبله ویوه نرته داجوازشته چي تر څلورو ښځو پوری وکړی ، خو غیر مشروع اړیکي نشی نیولای، که يې زنا وکړه نوسخته سزالري.

۵: دمال ساتنه، په اسلامي ټولنه کي که یوڅوک غلاوکړی دهغه لاس پریکول کيږی، که يې عامه لاره نیولې وه او خلک يې لوټول دهغه مرګ روادی.

د اسلام ټولې ښې ګڼي ناشوني دي چي زه ورباندی رڼا وا چوم یابه داسی کوم چي یوکتاب به لیکم، له همدې کبله مي ۱۵/ ۱۱/ ۲۰۱۴ کي په بیت المقدس کي واقصی مسجدته نژدې په اسلام مشرفه شوم اودشهادت کلمه مي وویل، داچي ماله پخواڅخه دیهودي عسکروڅخه په دې بدراتلل چي دوی ډېرمعصوم فلسطینیان ووژل اوبیت المقدس چي ویهودو ، عیسایانو او مسلمانانو دې ټولو ته سپیڅلی ځای دی نو ځکه مي ور سره مینه ده، دا چي د اسلام دوهم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه دابیت المقدس فتح کړ، اودده یوه لوربی بی حفصه رضی الله عنها د نبی کریم صلی الله علیه وسلم بی بی وه نو ځکه مي خپل نوم حفصه کړ.

نور بیا…

ستاسو ورور: عبد الغفار جبیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د