
عراق: د امریکایانو په کونسلګری برید شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د عراق د کردستان ولایت په مرکز اربیل کې د امریکایانو په کونسلګرۍ سرتیری برید شوی، چې له کبله یې مرګ ژوبله اوښتې.
د اربیل ښار ملکي ناظم وویل چې د کونسلګرۍ په دروازه کې د موټر په واسطه چاودنه شوې، چې له کبله یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي. نهاد قوجا وویل چې د چاودني هدف د امریکا کونسلګرۍ وه.
د اسلامي دولت له خوا ویل شوي چې برید ددوی یو ملګری کړی، او په ټویټر کې د یوه خپور شوې پيغام پر اساس ویل شوي چې د اسلامي دولت د کرکوک ولایت جنګیالیو ددغه برید مسؤولیت اخیستی، او بریدګر یې خپل یو ملګری بللی دی، او د نورو ورته چاودنو او عملیاتو ګواښ یې هم کړی.
هغوی د اربیل د چارواکو خبر نا سم بللی او زیاته کړې چې په دغه عملیاتو کې د امریکایانو او کردانو زیات شمېر پوځیان وژل شوي دي.
بل خوا پرون ورځ د عراق په پلازمینه کې هم ارامه ورځ نه وه، بلکي د څو پر لپسې چاودنو وروسته ۳۱ تنه ووژل شول او زیات شمېر نور ټپيان شول.
د پولیسو په وینا په بغداد کې د پرونیو چاودنو لړۍ ټوله د موټر په واسطه تر سره شول ، چې له کبله یې اکثریت عام وګړي وژل شوي دي.
د یادوني وړ ده چې د عراق او کردستان په پلازمینو بغداد او اربیل کې زیات شمېر امریکايي پوځ میشت دي، چې د عراقي او کردي ځواکونو په پوځي تربیت او د اسلامي دولت په ضد د هغوی د عملیاتو په توجیه کولو بوخت دي.
امریکا چې د تیرکال راهیسي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په ضد بمبارۍ کوي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې مهمه لاسته راوړنه ولري.