دیني، سیرت او تاریخ

دښاغلي موحد ‏(حكمتيار)‏ صیب لویې او بې ځایه تېروتنې ‏(۳)

دلته هم دغه حدیث چې موحد صیب یې له خپل عقل او په خپل ګومان له قرآن کریم سره په ټکر کې بولي دیو شرعي حکم دبیانولو لپاره راغلی دی، او هغه دا چې که یو کس له یوې نه زیاتې مېرمني ولري، او وغواړي له ټولو سره په یوه شپه یا یوه ورځ کې کورواله وکوي نو دی به وروسته له هر ځل کور واله نه غسل کوي او که نه په پای کې به له ټولو نه یو ځل غسل کوي؟ او دا هغه څه دي چې هر هغه کس چې دوه یا درې یا څلور مېرمني ولري ورسره مخ کېدای شي، آن تر دې چې هغه کس هم ورسره مخ کېدای شي چې یوه مېرمن ولري، او وغواړي له یو ځل نه زیات کورواله وکوي،

په دغه حدیث کې دا خبره په ډاګه شوېده چې دا ضرور نه ده چې دهر ځل لپاره ځانګړی ځانګړی غسل وشي، بلکې په پای کې دې یو ځل غسل وشي، او دا خبره له همدغه حدیث نه را څرګندېږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله کله همداسې کول، هو له هر ځل کورواله نه وروسته که اودس وشي یا کم تر کمه استنجا وشي نو ښه خبره ده، او ځينې علمای کرام خو یې لازم بولي، او که غسل وکوي هم څه بده خبره نه ده بلکې ښه کار دی، خو لازم او ضروري نه دی.

موحد صیب باید هغه روایات هم ونه مني چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دخوراک او څښاک په هکله راغلي دي، ځکه دده په ګومان که یو کس ووايي زه داسې پیغمبر نه منم چې دخپل ژوند زیاته برخه یې په خوراک او څښاک کې تېره کړې وي، بلکې زه داسې پیغمبر منم چې دخپل ژوند زیاته برخه يې په دعوت او عبادت کې تېره کړې وي، نو موحد صیب به بیا دغسې یو کس ته څه ځواب وايي؟ او دهغه دایمان نه راوړلو پړه به دچا پر غاړه ور اچوي؟ ځکه کوم وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوراک او څښاک کې تېرولو دهغه خورا لږ برخه یې هم له خپلو بیبیانو سره په کورواله کې نه تېروله، ځکه خوراک او څښاک هره ورځ بلکې په ورځ کې څو ځله وي، او کورواله خو نو هره ورځ نشي کېدای، موحد صیب ته له همدې ځایه اشتباه پرېوتې ده، ده داسې فکر کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هره ورځ او یا هره شپه دا رنګه کورواله کول، او حال دا چې نه دحدیث په لفظ کې داسې ویل شوي او نه هم داسې کوم دلیل او نښه شته چې داسې نیمګړی او غیر معقول فهم ترېنه وشي، په اصل کې دا دښاغلي موحد صیب خپله نیمګړتیا ده چې له حدیث نه يې دا رنګه مفهوم اخیستی، که لږ په غور سره پام وشي، نو په حقیقت کې د یو ناسم او بې ځایه تصور لپاره دیو صحیح حدیث نه منل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې جسارت، بې ادبي، ظلم او ګوستاخي ده.

موحد صیب باید دا هم ونه مني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یا یوولس بیبیاني درلودې، ځکه که یو کس ووايي زه داسې پیغمبر نه منم چې دخپل ځان لپاره له څلورو نه زیاتې مېرمنې خوښوي او نورو ته بیا له څلورو نه دزیاتو مېرمنو په نکاح کول روا نه بولي، او نه داسې کتاب منم چې دا خبره یې کړې وي! نو ددارنګه کس دایمان نه راوړلو پړه به بیا د چا پر غاړه وي؟ او دا هغه څه دي چې مستشرقین یې همدا اوس وايي، دغه ظالمان داسلام ویاړلی پیغمبر صلی الله علیه وسلم والعیاذ بالله شهوت پرست بولي، ځکه چې دومره زیاتې مېرمنې یې په نکاح کړې وې، ددې شبهې ځواب علماوو کړی مګر دلته یې راوړل شوني نه دي، دېته باید پام وشي چې که دفرضي او خیالي شخصي شبهاتو ددفع کولو لپاره ثابت او صحیح شرعي نصوص په خورا بې پروايۍ سره په لته ووهل شي نو بیا خو دمعاندو کفارو دخوشحالولو لپاره باید دقرآن کریم په آیتونو کې هم ګوتې ووهل شي! _ كوم څه چې ښکاره کفر دی – تر څو ددغه ناسم تصور پر بنسټ دهغوی دایمان نه راوړلو پړه دچا پر غاړه پرې نوزي!

دکفارو ځینې شبهات لا په هغه وخت کې هم همداسې بې ځوابه پاتې شوي دي په کوم وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی تر منځ شتون درلود، لکه دروح مساله، لکه دا چې باید له پیغمیر صلی الله علیه وسلم سره یو ملک را لېږل شوی وای، الله جل جلاله ځکه ددوی ټولو پوښتنو ته ځواب نه ویلو چې دوی اصلا ایمان نه راوړلو، ددوی به چې یوه پوښتنه ځواب شوه نو بله به یې را پورته کړه، او چې بله به ځواب شوه بله به یې راپورته کړه، هسې بې ځایه لګیا وو، هغه څوک چې ایمان راوړي هغوی کېدای شي په داسې خیالي شبهاتو خبرهم نه وي، او که بیا خبر شي نو دخپل ایمان له غوښتنې سره سم به هرو مرو علماوو ته ورځي او خپله ستونزه به هواروي، که موحد صیب غواړي دکفارو ټول نامعقول او ناسم شبهات ځواب کړي نو باید هېر نه کړي چې دا کار الله جل جلاله لا په هغه وخت کې نه دی خوښ کړی په کوم وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژوندی و، نو اوس به یو څوک څه رنګه دداسې بې بنسټه او پوچو فرضي او خیالي شبهاتو لرې کولو ته په خپل عقل او دالله جل جلاله د ارادې پر خلاف بډې را ووهي؟

موحد صیب! که ستا منطق او استدلال را مخې ته کړو نو دغه ستا خیالي او فرضی کس چې ستا په ګومان او ستا دناسم فهم پر بنسټ وايي زه داسې پیغمبر نه منم چې زیات وخت یې په جنسي اړیکو کې تېر کړی وي، بلکې داسې پیغمبر منم چې زیات وخت يې په عبادت اودعوت کې تېر کړی وي، دی باید مخکې له دې چې دا خبره وکوي لومړی باید داسې ووايي: زه داسې پیغمبر نه منم چې نه یا یوولس مېرمنې يې په نکاح کړې وي! ځکه په جنسي اړیکو کې زیات وخت تېرول له زیاتو مېرمنو نه را پورته کېږي، له نهو مېرمنو سره کورواله کول که څه هم چې په یو وار نه وي وخت خو غواړي.

 او داسې خو کېدای نشي چې وویل شي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو سره کورواله کول او له ځینو نورو سره يې بېخې نه کول، ځکه دا بیا بې انصافي ده کوم څه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې یې تصور کول هم ناروا دي، هو په ځينو روایاتو کې راځي چې بی بی سودې رضی الله عنها خپل نوبت بي بي عایشې ته په خپله خوښه ورکړی و، ځکه دا بوډۍ وه تر اتیاوو کلو اوښتې وه، نو بیا دا هم باید وویل شي چې ټول هغه روایات چې وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یا یوولس مېرمنې لرلې درسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې جسارت، اتهام او ظلم دی!! ځکه دا دځینو له عقل سره مخالف او ستا په ګومان باید له قرآن کریم سره په ټکر کې شي، ځکه په قرآن کریم کې راځي چې: (فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی وثلاث ورباع…) او بل داسې کوم آیت نه دی راغلی چې په هغه کې نه یا یوولس یادې شوې وي، هو په قرآن کریم کې دازواج لفظ راغلی دی، مګر ازواج کله هم یوازې او یوازې پر نهو یا یوولسو باندې دلالت نشي کولای، ځکه دازواج اطلاق پر درېو هم کېدای شي، پر څلورو هم کېدای شي پر پنځو هم کېدای شي، پر شپږو هم کېدای شي او..، نو دنهو یا یوولسو لپاره باید صریح او ښکاره دلیل وي تر څو ستا دغه خیالي او فرضي کس یې ومني!!

یو بل څه چې موحد صیب يې داسې بې ځایه تېروتنې ته اړ ایستلی هغه دا دي چې ده دغه حدیث ته دپښتنو دعرف او عاداتو له کړکۍ نه ور کتلي دي، ځکه په پښتنو کې ـ کېدای شي په ځینو نورو ټبرونو کې هم وي ـ دا رنګه کار یو ډول عیب ګڼل کېږي، مګر دلته نه دپښتنو عرف معیار دی او نه دبل چا، ځکه که دټبرونو او ټولنوعرفونو اوعاداتو ته وکتل شي نو بیا خو هر ټبر او هره ټولنه ځانله ځانله عرفونه اوعادات لري، ټبرونه او ټولنې باید خپل عرفونه او عادات له اسلام سره برابر کړي ځکه دمسلمانانو لپاره اساس او معیار اسلام او شریعت دی نه هر عرف او عادت، او په دې کار کې هېڅ رنګه شرعي ستونزه نشته، نو چې نشته، پر کوم بنسټ ناروا، ظالمانه او جسورانه اتهام او تور ورته ویل کېږي؟؟؟ ځکه ناروا، ظلم، تور او اتهام هغه دی چې شریعت ورته ناروا، ظلم، تور او اتهام ویلی وي، نه دا چې هر څوک له خپله ځانه مُشرِّع جوړ کړي په خپل عقل او له خپله ځانه روا ته ناروا اوظلم، حقیقت ته توراو تهام ووايي! کوم څه چې په خپله دالله جل جلاله او درسول صلی الله علیه وسلم پر حق بربنډ تېری او لوی ظلم دی.

 

{jacomment off}مولوي ابو محمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x