ورزش

ای پي ایل: چینای د ممبۍ لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ سیالیو ۱۲مه لوبه د چینای سوپر کینګ او ممبۍ انډینز لوبډلې تر منځ وه چې دغه لوبه کې چینای د ممبۍ لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

ممبۍ لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. دغې لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

د ممبۍ لوبډلې لپاره شرما او پولارډ غوره توپ وهنه وکړه. پولارډ په ۳۰ توپونو د څلور څلوریزو او پنځه شپږیزو په مرسته ۶۴ او شرما په ۳۱ توپونو د پنڅه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.

د چینای لوبډلې لپاره نېهرا درې او براوو دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. نېهر خپل ۴ اورونو کې ۲۳ او براوو خپل ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې.

د چینای لوبډلې توپ وهوونکو غوره لوبه وکړه چې په مرسته يي چینای لوبډلې وتوانید ټاکل شوی هدف په ۱۶.۴ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړي.

د چینای لپاره سمیت په ۳۰ توپونو د اته څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۶۲ او میککلم په ۲۰ توپونو د شپږ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې.

سریش راینا دغه لوبه کې په ۲۹ توپونو د څلور څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې او د لوبې ترپایه ناسوځیدلی پاتې شو.

ممبۍ لوبډلې لپاره هربجن سینګ دوه ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. هربجن خپل ۴ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x