نړۍ

په کویټه کې د حکومت سره کارکونکي درې هزارګان وژل شوي دي

balochistan bomb blastنن ټکی آسیا: د پاکستان د بلوچستان ایالت په پلازمینه کویټه کې تیره شپه درې هزارګان په مخامخ ډزو سره ووژل شول.
ویل کیږي چي په وژل شویو درو کسانو کې یو دایف آی ای تحقیقاتي ادارې غړی، یو په تلویزون کې کارکونکی، او یو بل هم د یو حکومتي ادارې کارکونکی ښودل شوی دی.
دا پيښه تیره شپه د میکانګي روډ په سیمه کې هغه وخت را منځته شوه، کله چي پر موټر سایکل سپرو کسانو په یاده سیمه کې ددوی موټر ودروی، او ډزي يې پرې پيل کړې، چي په پایله کې درې سره ځای پر ځای وژل شوي دي.

ځکه چي دا وژل شوي کسان ټوله هزارګان دي، نو پولیس وايي چي کیدای شي دا د مذهبي تاوتریخوالي یو واقعه وي.
د کویټي د ښار د پولیسو مشر احسان محبوب وايي چي دوی ددې پيښي په اړه تحقیقات روان کړي، او په دې لړ کې پر ځینو ځایونو چاپې هم اچولې، خو تر اوسه يې شکمن کسان نه دي نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x