ورزش

د انګلینډ او ویسټ انډیز لومړۍ ټیسټ لوبه بې نتیجې شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د انګلینډ او ویسټ انډیز لوبډلو لومړۍ لوبه وروسته له پنځو وروځو له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیده.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. انګلینډ خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۹ منډې جوړې کړې. انګلینډ لوبډلې ۱۱۰.۴ اوره لوبه وکړه.

د انګلینډ لپاره بېل په ۲۵۶ توپونو د شل څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴۳، رووټ په ۱۳۳ توپونو د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۸۳ او سټوکس په ۹۵ توپونو د ۱۱ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۹ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره روچ ۲۹ اورونو کې ۴ ویکټې، ټېلر ۲۰ اورونو کې ۳ ویکټې، هولډر ۲۵ اورونو کې دوه ویکټې او سمیولز ۱۰.۴ اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

د ویسټ انډیز لوبډلې خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې. د ویسټ انډیز لوبډلې ۱۱۳ اوره لوبه وکړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره بلک ووډ تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۲۲۰ توپونو د ۱۴ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۱۱۲ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د انګلینډ لوبډلې لپاره ټرېډوېل په ۲۶ اورونو کې ۴ ویکټې، انډرسن په ۲۳ اورونو کې ۲ ویکټې، برووډ په ۲۲ اورونو کې ۲ ویکټې او جورډن په ۲۳ اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

د انګلینډ د لوبې ډوهم پړاو په داسې حال کې پیل کړ چې له مخکې يي ۱۰۴ منډې لرلې. انګلینډ خپل دوهم وار توپ وهنه کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۳ منډې جوړې کړې.

بېلېنس دوهم وار توپ وهنه کې د انګلینډ لپاره غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۲۵۰ توپونو د ۱۱ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۱۲۲ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنه کې بټلر په ۵۶ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۹ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لپاره ټېلر ۱۴ اورونو کې ۲ ویکټې. بېن ۲۶ اورونو کې ۲ ویکټې، رووچ ۱۴ اورونو کې یوه ویکټه او هولډر ۱۷ اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

ویسټ انډیز خپل دوهم وار توپ وهنه کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د هولډر غوره توپ وهنې په مرسته ۳۵۰ منډې جوړې کړې خو لوبه د وخت نشتوالي له امله له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیده.

دوهم وار توپ وهنه کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره هولډر غوره توپ وهنه وکړه. نوموړي په ۱۴۹ توپونو د ۱۵ څلوریزو په مرسته ۱۰۳ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلی پاتې شو.

د انګلینډ لوبډلې لپاره انډرسن او رووټ دوه دوه ویکټې او برووډ، ټرېډوېل او جورډن یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x