افغانستان

د جلال اباد چاودنو کې ۳۳ تنه وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۹مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار څه د پاسه اته بجې د جلال اباد ښار ښاروالۍ او کابل بانک تر منځ سيمه کې غبرګو چاودنو ۳۳ ولسي وګړي وژلي او له سلو زيات يې ټپيان کړي دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې لومړۍ چاودنه د کابل بانک ودانۍ ته نږدې شوې او لږه شېبه وروسته د همدې چاودنې په دوه سوه مترۍ کې دوهمه چاودنه د اطلاعات او فرهنګ رياست مخته وشوه.

ځايي خلک وايي، چې دواړو چاودنو کې ۳۳ کسان وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي او د پېښې قربانيان ټول ولسي وګړي دي.

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي د د دواړو چاودنو پخلی کوي، مګر د پېښې په اړه د زياتو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د ننګرهار ولايت د پوليسو مشر فضل احمد شېرزاد رسنيو ته ويلي، چې چاودېدونکي توکي په يو موټر کې ځای پر ځای شوي وو، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، چې د مړو شمېر له ۳۷ تنو واوښت او د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

په چاودنو کې ګڼو مارکېټونو او دوکانونو ته هم زيان اوښتی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د جلال اباد ښار دواړه چاودنې وغندلې او زياته يې کړه، چې د دوی ملګري پر ولسي وګړو چاودنې نه کوي او دا کار يې په سختو ټکو غندلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اسحاق

بې شکه دا کار طالب زمریانو نه دی کړی، بلکي هغو کړیدی چي د زمریانو پيښي کوي، او په دې توګه غواړي ځان ته کریډيټ کړي، (داعش طلبه کوڅه ډبه)!

خالد

د بلیکواټر حرامیانو بیا افغان ولس په وینو ولړه……. الله ج دې بیا طالب مجاهدین راولي چې ددې اولس ددې ظلمونو او فحاشیو څخه خلاص شي ……

ابن شهید ين

اللهم يا جبار يا قهار يا حي يا قيوم يا قوي يا متين يا عزيز يا مالك السموات والارض يا رب الكعبة.. عليك بمن قتلهم وذبحهم وفجرهم يارب.

خالد

دې هفته کې ډیو دولتي مشرانو وویل چې د ډیر ولایتونه د سقوط په حال کې دي ، او هم د امنیت لوړرتبوو دا ویل چې طالبانو سره د ولس همدردی زیاته ده نو ځکه د بدخشان او نورو ډیرو ولایاتو په شمول ملي اردو ته ډیر زیانونه اوړي ، نو دغه نننۍ حادثه د همدې دولتي خاینینو او د بلیکواټر حرامزادهګانو له خوا ښکاري……………

ډاکتر احمدی

که طالبانو دا کار نوی کری نو عالملین د پیدا کری کنه نو مونگ ولس وایو چی داکار د طالبانو یا د نوره هغوی دلو دی چی پخوایی د مرادخانی په زیارت کی انفجار کری وو – طالبان زینی کارونه کوی خو کله چی ملکیان پیکی ووژل شی بیا ترینه منکر وی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x