په لښکرګاه کې چاودني یو شمېر بهرنیانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د لښکرګاه په ښار کې د بهرنیو ځواکونو پر موټرو سرښندونکی برید ترسره شوی چي له کبله يې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
دا پيښه نن له غرمې مخکي په یولسو بجو شاوخوا د ولایت مقام ته نیژدې را منځته شوې.
د ځايي چارواکو په قول په دې پيښه کې څلور تنه عام وګړي مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
په هلمند کې برتانوي ځواکونو ویلي چي دا برید د PRT پر موټریز کاروان ترسره شوی چي له کبله يې دوه موټر ویجاړ او درې تنه بهرني عسکر ټپیان شوي دي.
خو د بهرنیانو دهویت په اړه يې کوم ډول معلومات نه دي څرګند کړي.
د هلمند ولایت د والي ویاند داود احمدي رسنیو ته ویلي چي په پيښه کې د بهرنیانو ددوو موټر تر څنګ ۱۷ عرادې موټر او دوه موټرسایکل هم تخریب شوي دي.
که څه هم ځايي چارواکي په پيښه کې د ملکي وګړو د زیاتي مرګ ژوبلي خبر ورکوي، خو ځیني عیني شاهدان، او په پيښه کې معمولي ټپيان شویو کسانو ویلي چي دوی زیات شمېر بهرنیان ولیدل چي مړي او ټپيان پراته وه.