افغانستان

غزني: طالبانو درې قاتلين قصاص کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو غزني کې د يوې ښځينه ډاکټرې او د هغې د مېړه درې قاتلين قصاص کړل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې درې مياشتې وړاندې د غزني ولايت اړوند منګور کلي کې يوه ښځينه ډاکټره او د هغې مېړه، ذکريا په خپل کور کې وژل شوي وو او غلو د کور سامان، زيورات او نغدې پيسې ترې وړې وې او قاتلين په تېښته بريالي شوي وو.

مجاهد زياتوي، چې دوی خپلو ملګرو ته امر کړی و، چې د ښځينه ډاکټرې او ذکريا قاتلين پيدا او د طالبانو محکمې ته يې وسپاري.

د ښاغلي مجاهد په وينا د دوی ملګرو څه موده وړاندې دغه غله قاتلين ونيول او د محکمې له دقيقو څېړنو وروسته د قصاص او په ځکمه کې د فساد خپرلو په جرم محکوم شول.

خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد عارف د غلام رسول زوی د ګل غچ کلي، فضل احمد د ګل احمد زوی د منګور کلي او محمد انور د غلام رسول زوی د تنګي کلي اوسېدونکو د محکمې پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړی او له هغې وروسته د طالبانو له لوري د قصاص په توګه ووژل شول.

راپورونه وايي، چې درې واړه قاتلين نن سهار اته بجې منګور کلي کې د زرګونو خلکو پر وړاندې قصاص شول.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کالو راهيسې د هېواد لر و بر کې ولسي خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته وروړي.

د بي بي سي خبريال بلال سروري په خپل راپور کې وايي، چې افغانان خپلې قضيې د دولتي محکمو پر ځای ځکه د طالبانو قاضيانو ته ور وړي، چې دولتي قاضيان ترې په ډالرو رشوتونه غواړي او د چا چې وس نه وي، غواګانې او پسونه ترې غواړي او دعوه يې هم کلونو کلونو نه حل کيږي.

بلال سروري زياتوي، چې طالبان له مدافع وکيل پرته د شرعي اصولو په رڼا کې په لنډه موده کې د دواړو لوريو تر منځ له هر ډول فيس او رشوت پرته پرېکړه کوي او ولسي خلک هم ترې خوښ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x