انساني وړتیاوې وروستۍ پوله نه لري

لیکوال: حامد افغان

په یوه پوهنتون کې د ریاضي استاد خپلو شاګردانو ته درس ورکاوه، یو شاګرد درس ته لیږ ناوخته راغی، د صنف په پای کې کيناست، او لیږ وروسته ویده شو، آن د درس تر پایه ویده و، کله چې صنف رخصت شو د شاګردانو په شور او غږیدا راويښ شو.

شاګردان له صنف نه د وتلو په حال کې وو ده په تخته باندي د ریاضي دوه پوښتني ولیدلې چې استاد یې لیکلې وې، په بیړه یې هغه دواړه پوښتني په خپله کتابچه کې ولیکلې او له صنف نه ووت.

کور ته چې ولاړ د پوښتنو په حل کولو بوخت شو، خو پوښتني دومره سختي وې چې حل یې دومره اسانه نه و، د پوهنتون کتابخوني ته ولاړ ګڼ شمیر کتابونه یې وپلټل، له څلور پنځه ورځي کتاب پلټني او ژورو فکرونو وروسته یې ایله یوه پوښتنه حل کړه او هغه دويمي ته یې وخت پیدا نه کړ.

شاګرد له استاده په دې خبره ګیله من و چې ولې یې د کورني وظیفې له پاره دومره سختي پوښتني ورکړې وې، بل درس ته چې ورغی له استاد سره یې ولیدل، دا ګیله یې هم ورته وکړه او په عذر سره یې ورته وویل چې په دا څلورو پنځو ورځو کې یې یوه پوښتنه حل کړې ده او د دويمي د حل له پاره نور وخت لګيږي.

استاد یې چې د شاګرد خبري واوریدلې او د پوښتني حل یې ولید ګوته په غاښ او هک حیران پاته شو! شاګرد ته یې وویل: په هغه ورځ ماتاسو ته هیڅ کورنۍ وظیفه نه وه درکړې، هغه دوه پوښتني مې چې په تخته لیکلې وې هغه د ریاضي هغه دوه سختي مسئلې وې چې په ټوله نړۍ کې ترننه چا نه دي حل کړي.

پایله: د ریاضي د دې مسئلې په اړه خلکو سلبي فکر خپل کړی و د ریاضي ماهرين هم په دې اند وو چې په ټوله نړۍ کې دا مسئله نه ده حل شوې نو د حل کیدو نه ده، که دا شاګرد د دې درس په مهال ویښ وی ده به یې هم د حل کولو هڅه نه وه کړې، د انسان د وړتياوو وروستۍ پوله نشته، ګڼ شمیر شوني او ممکن کارونه زموږ عام منفي ذهنيت ناشوني ګرځولي وي که په اړه یې پوره هڅه وشي حتما هغه کار شونی ګرځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د