هلمند: دکاندار پر بهرني عسکر د چاقو برید وکړ
نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې یو افغاني دکاندار د بهرنیو ځواکونو پر یوه سرتیري په چاقو سره برید وکړ.
د هلمند ولایت د امنیه قومندانی چارواکي وايي چي نن ددې ولایت د سنګین ولسوالۍ په بازار کې بهرنیان په ګزمه بوخت وه، چي نا څاپه یوه افغاني دکاندار د ګزمې پر اخیري عسکر د چاقو برید وکړ.
د نومړو په وینا ځکه چي بهرني عسکر د مرمی ضد پوښاک اغوستی وو، د برید څخه بچ سو، خو د دکاندار دبهرنیانو له خوا ټپي شو.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د پيښي تصدیق کړی او ویلي چي کیدای شي دکاندار د طالبانو سره اړیکه لرله.