افغانستان

وزیرانو ته رایه اچونه پیل شوه – شېبه په شېبه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د کابېنې پاتې ۱۶ وزیرانو ته د رايې اچولو بهیر پیل شو.

ټول ۱۶ وزیران د ولسي جرګې لخوا تایید شول.

عبدالستار مراد د  ۱۵۲ باور رایو په اخېستلو سره د اقتصاد وزیر شو.

عبدالرزاق وحیدی د ۱۵۲ باور رایو په اخېستلو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شو.

محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ باور رایو په اخېستلو سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر شو.

عبدالبصیر انور د  ۱۳۸ باور رایو په اخېستلو سره د عدلیې وزیر شو.

محمد الله بتاش د ۱۷۶ باور رایو په اخېستلو سره د ترانسپورت وزیر شو.

مېرمن سلامت عظیمې د ۱۵۵ رایو په اخېستلو سره د نشي توکو سره د مبارزې وزیره شوه.

محمود بلیغ د ۱۶۸ باور رایو په اخېستلو سره د فواید عامې وزیر شو.

دلبر نظري د ۱۳۱ رایو په اخېستلو سره د ښځو چارو وزیره شوه.

نسرین اوریاخیل د ۱۶۹ باور رایو په اخېستلو سره د کار او ټولنیږو چارو وزیره شوه.

سید سعادت منصور نادري د ۲۰۲ باور رایو په اخېستلو سره د د ښاري پراختیا وزیر شو.

عبدالباري جهاني د ۱۲۰ باور رایو په اخېستلو سره د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو.

همایون رسا د ۱۷۰ مثبتو رایو په تر لاسه کیدو سره د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په توګه وټاکل شو .

اسدالله ضمیر د ۱۹۲ باور رایو په اخېستلو سره د کرنې او مالدارۍ وزیر شو.

ډاکټره فریدې مومند د  ۱۸۴ باور  رایو په اخېستلو  سره د لوړو زده کړو د وزیرې په توګه وټاکل شوه .

علي احمد عثماني د  ۱۶۸ د باور رایو په اخېستلو سره د اوبو او انرژۍ وزیر شو.

داکتر اسدالله حنیف بلخي د ۱۶۱ مثبتو رایو په تر لاسه کیدو سره د پوهنې د وزیر په توګه وټاکل شو .

[custom-facebook-feed]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x