د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته کې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې
نن ټکی آسیا: د پاکستان او افغانستان پولي ته نیژدې د کرمي ایجنسی څخه حکومتي چارواکي وايي چي د وسلوالو او فوځ تر منځ په نښته کې ۲۰ تنه وسلوال طالبان ووژل شول، او ۲۲ پاکستاني عسکر ټپيان شول.
چارواکي واجد خان رسنیو ته ویلي چي پيښه هغه وخت را منځته شول، کله چي وسلوالو مخالفینو د پاکستاني فوځ پر یوه قراره ګاه برید وکړ چي په ترڅ کې ۲۲ تنه سرتیري ټپيان شول.
نومړي ویلي چي په جوابي برید کې د پاکستاني طالبانو هم ۲۰ تنه ټپیان شوي.
باید وویل شي چي دغه سیمه کې د مرګ ژوبلي د شمېر په اړه غیر رسمي او ازادي سرچیني څه نه شي ویلاي، ځکه چي سیمي ته د ازادو ژورنالیستانو تګ را تګ ډیر کم دی، او د مرګ د خطر سره مخامخ کیږي.