ټکنالوژي

په نړۍ کې د انټرنیټ تر ټولو چټک سرعت لروونکي هیوادونه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): شاید د انټرنیټ استعمالولو پر مهال د انټرنیټ سرعت ستاسې په ذهن کې سوال پیدا کړی وي چې کوم هیوادونه په نړۍ کې تر ټولو چټک انټرنیټ لري.

د ټکنالوژي یوې موسسې راپور پر بنسټ په ۲۰۱۴ز کال کې سویلي کوریا تر ټولو چټک انټرنیټ کاروونکو ته وړاندې کړی. دغه هیواد کې د انټرنیټ اوسط سرعت ۲۵.۳ میګابایټ دی کوم چې د هانکانګ څخه چې په نړۍ کې د انټرنیټ سرعت له نظره دوهم مقام لري ۳۰٪ چټکه ده.

په هانکانګ کې د انټرنیټ اوسط سرعت ۱۶.۳ میګابایټ دی چې دغه سرعت په امریکا کې بیا ۱۱.۵ میګابایټ دی.

د انټرنیټ سرعت په ټول هیواد کې د انټرنیټ سرعت له اوسط پیدا کولو سره ټاکل کیږي. په ډیرو هیوادونو کې ۱۰۰ میګابایټ سرعت هم کاروونکو ته وړاندې کیږي چې په ځینو نورو برخو کې باید د انټرنیټ سرعت د نشت برابر وي. په دې ورستیو کې سویلي کوریا د انټرنیټ کاروونکو ته یو ګیګابایټ سرعت هم یوازې د ۲۰ ډالر په بدل کې وړاندې کوي.

هغه هیوادونه چې د نړۍ په کچه چټک انټرنیټ لري په لاندې ډول دي:
۱- سویلي کوریا له ۲۵.۳ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۲- هانکانګ له ۱۶.۳ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۳- جاپان له ۱۵ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۴- سوېس له ۱۴.۵ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۵- سویډن له ۱۴.۱ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۶- هالینډ له ۱۴ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۷- ایرلینډ له ۱۳.۹ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۸- د چک جمهوریت له ۱۲.۳ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۹- سنګاپور له ۱۲.۲ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۱۰- فنلینډ له ۱۱.۷ میګابایټ في ثانیه سرعت سره
۱۱- امریکا له ۱۱.۵ میګابایټ في ثانیه سرعت سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x