نړۍ

چمن: دکوږک د بندیدو له کبله په چمن او لاره کي ستونزي ډیري شوي دي، د یخ له کبله یوه میرمن مړه شوې ده

kozak passنن ټکی آسیا: د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د کویټي او چمن پر لاره د کوږک غره په سیمه کې په زرهاوو موټر د واورو له کبله بند پاته دي.
د کوږک غر چي شل کیلومتره لاره پر تیره سوې، د تیرو شپږو ورځو پر لپسې بندیدو له کبله د افغانستان سره پر پوله پروت چمن ښار هم ډیر متاثره کړی، او خوراکي موادو د کمښت له وجي قیمتونه اسمان ته ختلي.
ویل کیږي چي پر دغه لاره د سپرلیو ډک موټران هم بند پاتي دي، چي له کبله يې په سلهاو مسافر د سختو ستونزو او کړاونو سره مخ دي.

نن په یوه موټر کې د سخت یخ له امله یوه بوډی ښځه مړه شوې ده.
په سیمه کې ولاړ موټر چلونکي شکایت کوي چي د حکومت له خوا د لاري په پرانیستلو کې هیڅ ګامونه نه دي پورته سوي، او سربیره پر دې د شیلا باغ په نامه پوسته کې ولاړ فوځیان او ملیشه په خوراکي موادو بار موټرو څخه د هر موټر پر سر ۱۰۰۰ روپۍ اخلې او پریږدي يې.
هغوی ویلي چي نه خو تر اوسه ایف سي او نه هم لیویز د لاري د پرانیستلو لپاره سیمي ته راغلي، بلکي هغوی خوشحاله دي چي لاره بنده وي، او ددوی جیبونه ډکیږي.
د یادوني وړ ده چي دا لاره د تیرو ۶ ورځو راهیسي بنده ده، او ډیر افغانان چي غواړي خپل هیواد ته ستانه شي، او یا د علاج لپاره پاکستان ته سفر وکړي، د مشکلاتو او ځنډ سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x