افغانستان

ټول ۱۶ نوماند وزیران د ولسي جرګې لخوا تایید شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د ګډ حکومت لخوا د ورمعرفي شوو ټولو ۱۶ وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.

د ګډ حکومت پاتې ۱۶ وزیرانو کې ۴ ښځې او ۱۲ نارینه دي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣٨ تنه حاضر وو او نوماند وزير بايد د بريا لپاره ١٢٠ رايې ترلاسه کړې واى.

د ملي دفاع وزارت پرته  د ګډ حکومت کابېنه بشپړه شوه. ولسي جرګې د حکومته غوښتي چې ملي دفاع وزارت ته هم نوماند ژر معرفي کړي.

د وزیرانو نومونه او رایې:

عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شو. نوموړي د ١٢٠ موافقو، ٧٧ مخالفو، ٣٥ سپنيو او ٦ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

ډاکتر فریده مومند د لوړو زده کړو وزیره شوه. نوموړې د ۱۸۴ موافقو، ۳۱ مخالفو، ۱۸ سپينو او ۵ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

محمد الله بتاش د ترانسپورت وزیر شو.  نوموړي د ۱۷۶ موافقو، ۳۲ مخالفو، ۲۴ سپينو او ۶ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

ډاکتر فریده مومند د لوړو زده کړو وزیره شوه. نوموړې د ۱۸۴ موافقو، ۳۱ مخالفو، ۱۸ سپينو او ۵ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

همایون رسا  د سوداګرۍ او صنایعو وزیر شو. نوموړي د ۱۷۰ موافقو، ۳۹ مخالفو، ۲۴ سپينو او ۵ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

اسدالله ضمیر د کرنې او مالدارۍ وزیر شو. نوموړي  د ۱۹۲ موافقو، ۲۸ مخالفو، ۱۵ سپينو او ۴ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

انجنیر محمود بلیغ د فواید عامې وزیر شو. نوموړي د ۱۶۸ موافقو، ۴۸ مخالفو، ۲۳ سپېنو او ۸ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

سلامت عظیمي د نشيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره شوه. نوموړې د ۱۵۵ موافقو، ۶۹ مخالفو او ۲۳ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

دلبر نظري د ښځو چارو وزیره شوه. نوموړې د ۱۳۱ موافقو، ۷۰ مخالفو، ۲۸ سپېنې او ۹ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

ډاکتر نسرین اوریا خیل د کار، ټولنیزو چارو او شهدا و معلولینو چارو وزیره شوه. نوموړې د ۱۶۹ موافقو، ۴۲ مخالفو، ۲۱ سپينو او ۵ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

سید سادات منصور نادري د ښاري پراختیا وزیر شو. نوموړی د ۲۰۲ موافقو، ۱۸ مخالفتو، ۱۰ سپينو او ۴ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزیر شو. نوموړي د ۱۵۲ موافقو، ۵۳ مخالفو، ۲۸ سپینو او ۵ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

عبدالستار مراد د اقتصاد وزیر شو. نوموړي د ۱۵۲ موافقو، ۵۱ مخالفو، ۲۹ سپينو او ۶ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

محمدګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو چارو وزير شو. نوموړي د ١٨٨ موافقو، ٢٨ مخالفو، ٨ باطلو او ١٣ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شو. نوموړي د ١٢٠ موافقو، ٧٧ مخالفو، ٣٥ سپنيو او ٦ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

عبدالبصير انور د عدليې وزير شو نوموړي د ١٣٨ موافقو، ٦٥ مخالفو، ٥ باطلو او ٣٠ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

اسدالله حنيف بلخي د پوهنې وزير شو. نوموړي ١٦١ موافقو، ٢٧ مخالفو او ٢٤ باطلو او ٢٥ سپنيو رايو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

انجنیر علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزیر شو. نوموړي د ۱۶۸ موافقو، ۳۶ مخالفو، ۲۹ سپينو او ۵ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره وکولاى شو چې دغه وزارت ته لاره ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x