شعـــــرونه

جلال اباد ته

شاعر: مشفق حریتمل

د نارنج د ګلو ښاره ښایسته جلال اباده

کوم ظالم دې خنجر ښخ کړ په سینه جلال اباده

چې په تا یې ماتم جوړ کړ بې له جرمه او ګناه نو

ستا دښمن دې پخپل ویر شي زر اخته جلال اباده

نه خو ستا بچي کافر دي نه یې خدای نه غیر معبود شته

ستا بچي مسلمانان دي په سجده جلال اباده

بس دی بس دی ظالمانو نور مې ترک زړګی چاودیږي

ختمه کړې مې غمونو حوصله جلال اباده

دفیسبوک هره لیکنه ستا په وینو باندې سره ده

نن ورځ ستا په غم ده هره تبصره جلال اباده

ستا په دا رنګه وژلو هر قاتل د خدای مجرم دی

نشته دا ډول قتال ته هیڅ فتوه جلال اباده

چې دې نه پریږدي ارام ته بې قصوره دې ازار کړي

د دښمن ماڼۍ دې خدای کړه راچپه جلال اباده

نن زړګی د مشفق وران دی او له غمه غلی پلی
له غزل نه یې شوه جوړه مرثیه جلال اباده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x