د سعودي باچا د یمن لپاره د ۲۷۴ ملیونه ډالرو کومک اعلان کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبد العزیز اعلان وکړ چې د یمن د بشري کومک لپاره یې ۲۷۴ ملیون ډالره تخصیص کړي.
د نوموړي د ولسمشریزي ماڼۍ څخه ویل شوي چې هغه د ملګرو ملتونو د وروستیو راپور پر اساس د یمني ولس د بشري کومک لپاره اړتیا ته په کتو سره دغه مبلغ د کومک په توګه اعلان کړی.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري کومک ادارو اعلان کړی وو، چې یمن په عاجله توګه ۲۷۴ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري، که داسی ونه سي، نو په یمن کې به بشري ناورین را منځته شي.

د نوموړي د ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی یمن ته خیر، امن او سوله غواړي.

سعودي د یمن په حریم باندي وروسته تر هغه بمبارۍ پیل کړي، کله چې په یمن کې لیري کړه شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادي باندي حوثیانو انقلاب وکړ، او هغه یې لومړی د پلازمیني صنعا او بیا د عدن د ښار څخه تیښتي ته اړ کړ، نوموړی اوس په سعودي کې دی.

د سعودي ایتلاف چې عاصفة الحزم (پرېکنده توفان) ورته وايي، د تیري میاشتي د ۲۶ څخه یې بمباری پيل کړی، او تر اوسه دوام لري، د سعودي په وینا په کښي ملکي تلفات نه دي رسیدلی، او یوازي د حوثیانو ملیشې په کښي وژل شوي، خو بل اړخ ته د یمن څخه ورکړل شوی خبرونه وايي چې زیات شمېر ملکي وګړي هم له منځه تللي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
habib amin
میلمه
habib amin

[ جنایت های شیعه های مشرک داعشی در عراق توسط اربابان اخند های بی پدر ایران و سپاه پاسداران جهنمی ایران در اولین روز ماه آوریل شهر تکریت در عراق از نیروهای گروه تروریستی “دولت اسلامی” پس گرفته شد و کنترل شهر به دست ارتش عراق و نیروهای شبه‌نظامی شیعه افتاد. رویترز در گزارشی میدانی از وضعیت شهر ویران‌شده بعد از پایان عملیات، نوشت، دزدی و چپاول در تکریت به وفور رخ می‌دهد. خبرنگار رویترز در تکریت می‌گوید بعضی از نیروهای شیعه‌مذهب دست به اقدامات “تلافی‌جویانه” در شهر زدند. این گزارش می‌گوید در یک مورد شبه‌نظامیان شیعه در نزدیکی ساختمان‌های… نور لوستل »