نظــر

بدخشیو ولې د طالبانو مرسته کړې؟ ولسمشره سوال لرم!

لیکوال: کمال مرجان

د ولسمشریزو ټاکنو شپې و ورځې ښې وې. په هرې کمپایني وینا کې مو له اوسني ولسمشر اشرف غني څخه یو څو خبرې زده کولې. هغه وخت غني ولسمشر نه و، کمپاینر و، د ارګ ارمانجن و، منډې ترړو کې سرګردانه و. له علمي استدلالونو، تر بدل پوښاک او دیني موعظو پورې يې له هرې حربې ګټه پورته کوله که ولس پر ځان رامات کړي او د ارګ حقدار دی وباله شي.

خیر، د ولسمشرۍ کمپاینونه له درواغو، چل، فریب او غولونو ډک وي. هر کاندید او هر ټیم په همدې هڅه کې وي چې له هرې لارې خلک پر ځان غلط کړي. غني هم له دې چلونو مستثنی نه و. هغه سره خو بیا د علمي استدلال او احصایو کمی نه و. په دغو احصایو یې بیا پر ځینو ځوانانو ځان د نړۍ «دویم» مفکر منلی و.

خبرې يې بدې نه وې، استدلالونه یې هم د پوهنتونونو پروفیسرانو ته ورته وو؛ خو د نړۍ دویم مفکر لقب بیا ماته په خپله غیرعلمي او نامناسب لقب برېښي. ځکه تر هر څه مخکې دا پوښتنه راولاړېږي چې کوم نهاد یا کوم علمي بنسټ د دې جوګه دی چې څوک د نړۍ لومړی او دویم و درېیم … مفکرین وګڼي؟ دا په خپله ناځوابه پوښتنه ده.

په هر صورت، غني کې به ډېرې کمزورۍ وي، زما یې یوه خبره خوښه وه، زما ذهن منلې وه، اوس د یوه شاګرد په توګه له «استاده» همدا پوښتنه لرم. ماته دا خبره اوس لږه واضح نه ده.

ولسمشر غني به ویل: «امنیت په زور راځي. د اردو او وسله والو ځواکونو پر مټ امنیت راوستلی شو؛ خو ثبات بیا له مشروعیت څخه سرچینه اخلي». تېره اوونۍ د بدخشان امنیه قومندان، بابه جان په ډېر صراحت و وضاحت سره وویل چې د جرم ولسوالۍ قومونو او قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو پر ضد طالبانو ملاتړ کړی.

پخوا به متعصبو تاجکو دا خبره کوله چې سویل حوزه ګرد طالبان دي؛ ځکه پښتانه دي او د طالبانو ملاتړ کوي. دا رښتیا هم وه، سویل حوزه کې که ولسونه د طالبانو ملاتړ ونه کړي، د طالب مقاومت یوه اوونۍ هم دوام نه شي کولای. اوس چې په تاجک مېشتي بدخشان کې قومونه له طالبانو ملاتړ کوي، دلته نو خبره ډېر هېښوونکې شي. بدخشان د افغانستان یوازنی ولایت دی چې ګرد یې غیرپښتانه دي. دا ولایت د افغانستان تر ټولو لوی او په عین وخت کې له درېوو هېوادونو سره پوله لرونکی ولایت دی. زما پوښتنه دا ده چې ولې د بدخشان تاجک یا ناپښتانه ولسونه د امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي؟ که د «استاد» په توګه د ولسمشر غني خبره جدي ونیسم، نو له دې خو داسې برېښي، چې طالبان تر حکومته ډېر مشروع دی؛ ځکه، کله چې ناپښتانه د طالب له مقاومت څخه ملاتړ کوي، پښتانه خو یې هسې هم کوي، نو ښکاري چې مشروعیت ګردسره د طالب په برخه دی. بیا څنګه ولسمشر ځان ته حق ورکوي ځان د افغانستان د اسلامي جمهوریت «ولسمشر» وګڼي؟

ستاسې په خبرې او ستاسې د امنیه قومندان او د ستردرستیز د ویناوو په استناد ولسي ملاتړ له طالبانو سره دی. کله چې ولسي ملاتړ د طالب شو، طبیعي ده چې مشروعیت هم د طالب په برخه کېږي. له دې مشروع مقاومت سره څنګه جګړه کوې؟ که جګړه هم کوې، د دې جګړې بریا څومره ممکنه ګڼې؟

په ډېر ادب

کمال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ali

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته بسم الله الرحمن الرحیم ای یک خبر واضح و روشن است که در دنیا جنگ بین حق و باطل و بین لشکر الرحمن و لشکر شیطان تا به قیام قیامت جریان دارد . ( الذین آمنو یقاتلون فی سبیل الله و الذین کفرو یقاتلون فی … ) و حدیث است ( الجهاد ماض الی یوم القیامه ) و مسلمانانی که در راه الله متعال جنگ و پیکار مینمایند آنان را مجاهدین گفته میشود و جنگ شان جهاد و قتال است و بالعکس آن کسانی که در مقابل اسلام و مسلمین میجنگند آنان عساکر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x