نړۍ

عراق چاودني درنه مرګ ژوبله رامنځ ته کړه

bomb blast in iraq(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲۲۷) دعراق دپلازمیني بغداد په سهیل کی درنه چاودنه رامنځ ته شوه چی له امله یی دریش کسه وژل شوی او له ۶۰ څخه زیات ژوبل شوی دي، امنیتي چارواکی وایی چاودنه دجنازي مراسمو کی رامنځ ته شوه دعراق دکورنیو چارو وزارت چارواکی وایی چاودنه دبغداد ملکی روغتون ته څیرمه نن له غرمی څخه مخکی رامنځ ته شوه

دپیښو په وړاندی دمبارزي ډله وایی چی چاودنه دکوم سرښندونکی له لوري رامنځ ته شوی ده. سرښندونکی دجایدادونو دراکړي ورکړی یو کس محمد مالکی جنازه په نښه کړه، محمد مالکی تیره ورځ دخپلي میرمني اوزوي سره یوځای دیرموک په کلی کی دنامالومو کسانو له لوري وژل شوی وو. یوه بله سرچینه بیا وایی محمد مالکی له خپلو دروتنوملګرو سره یوځای دنوموړي په دفترکی دنامالومو کسانو له لوري وژل شوی وو. ویل کیږي دچاودني له امله شااوخواډیري دکانونو اوموټرو اور واخیست، چاودني ته څيرمه دعسکرو یوه پوسته هم له چاودني سره یوځای دنامالومو وسلوالو له لوري ترډزو لاندی راغلي وه. تیره ورځ هم دبغداد په ښارکی یوپه بل پسي چاودني رامنځ ته شوی چی له امله یی له سلو څخه زیاتو کسانوته مرګ ژوبله اړولي وه. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x